د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له ایران څخه افغانستان ته په جبري او خپله خوښه د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر د دوام خبر ورکړی او ویلي دي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه افغان کډول له دغه هیواد څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان او ایران په ګډ سرحد کې ددغه سازمان له خوا ټول ثبت شوي کسانو په ایران کې د اوسیدلو اسناد نلرل او ددغه شمیر ۶۷ فیصده یې په جبري ډول له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.
دغه سازمان ویلي: "د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې آی او ایم له ایران څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو ۱.۲ میلیونو څخه زیات کسان ثبت کړي، چې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول ستانه کړای شوي وو".
د مهاجرت نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د تیر۲۰۲۴ کال په اوږدو کې دغه سازمان د اروپايي ټولنې په ګډون د خپلو شریکانو په ملاتړ له ایران څخه له ۳۲۴ زرو څخه زیاتو ستنیدونکو افغان کډوالو ته مرستې برابرې کړي دي.
دغه سازمان ویلي چې د روانې اونۍ په ترڅ کې د اروپايي ټولنې، مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یو ګډ پلاوي په هرات کې د آی او ایم د سازمان د ستنیدونکو کډوالو د هرکلي د یو مرکز څخه لیدنه کړې ده.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې ددغه پلاوي غړو له ایران څخه د ستنو شویو ځینو کډوالو سره خبرې هم کړي اود هغوی پرستونزو یې ځانونه خبر کړي دي.
افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان رئیس مې هاینګ پارک په دې اړه ویلي: "اروپايي ټولنه د آی او ایم یو پخوانی شریک دی د هغوی ملاتړ مونږ ته ددې توان راکوي چې افغانستان کې د سلګونو زرو ستنیدونکو او زیانمنوونکو ټولنو سره مرسته وکړو او د هغوی د بیا ادغام، ټولنیز پیوستون او د اوږدې مودې حل لارې ورته برابرې کړو".
د مهاجرت نړیوال سازمان له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر د دوام په اړه دا معلومات په داسې حال کې وړاندې کړي، چې په دې وروستیو اونیو کې د ایران ترڅنګ پاکستان هم له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر چټک کړی دی.
په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي چې په تیرو دریو کلنو کې لږ ترلږه درې میلیونه افغانان چې په غیرقانوني ډول دغه هیواد ته تللي وو بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي، خو دغه شمیر افغانان په خپل هیواد کې د ستونزو له امله بیرته ایران ته تللي دي.
د ایران نیمې رسمي خبري اژانس ایلنا ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت کې د بهرنیو اوسیدونکو او کډوالو د چارو رئیس نادر یاراحمدي له قوله ویلي چې حکومت یې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو ایستلو ته ژمن دی.
هغه ویلي: "په تیرو دریو کلنو کې شاوخوا درې میلیونه غیر قانوني اوسیدونکي شړل شوي دي، خو پر افغانستان باندې د سختو حاکمو شرایطو له امله هیواد ته [ایران] دغه کسان بیرته ستانه شوي دي، چې د امنیتي ځواکونو د پریکنده اقداماتو په لړ کې به ددغو کسانو د بیرته ایستلو شاهد اوسو".
دغه ایراني چارواکي په دغه هیواد کې له میشتو افغان کډوالو غوښتي چې ایران ته دې په غیر قانوني ډول له تللو څخه ډډه وکړي او پرځای دې د قانوني لارو په ځانګړي ډول د ویزو د ترلاسه کولو له لارې سفر وکړي.
یاراحمدي ویلي چې ددې سربیره په زرګونو افغانان په قانوني اسنادو ایران ته داخلیږي او هغوی د اوږدو کلنو راهیسې د عامه خدمتونو په برخه کې په کاربوخت دي.
دمخه د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو چې په تیرو نهه میاشتو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
ددغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته په مرکه کې ویلي چې ددغو ستنو شویو کډوالو شاوخوا ۹۰۰ زره یې له ایران څخه په جبري او یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه ویلي: "شاوخوا یو میلیون افغانانو په تیرو نهو میاشتو کې د حمل د میاشتې څخه د قوس د میاشتې تر پایه افغانستان ته راغلي دي چې په دې کې شاوخوا ۹۳۰۰۰ له پاکستان څخه، ۱۷۰۰۰ له ترکیې څخه او داسې نور له ایران هیواد څخه په اجباري او خپله خوښه راستانه شوي دي."