د آیفون کاروونکو ته د اپل شرکت خبرداری

د اپل شرکت ټولو آیفون لرونکو ته او په ځانګړې توګه هغو ته چې د دغه شرکت نوي آیفونونه لکه آیفون ۱۱، آیفون ۱۱ پرو او پرو مکس کاروي په نوي عامل سیستم IOS 13کې د ستونزو په اړه خبرداری ورکړی.

سره له دې چې په نوي عامل سیستم کې درې وارې بدلون راوستل شوی خو لا هم په ملیونونو آیفونونه چې دغه سیستم کاروي د هک کیدو له خطر سره مخامخ دي.

اپل د (د یادداښت نوي اپلیکیشن ته تیار شئ) په نوم یو سند خپور کړی چې په کې د دغې عامل سیستم یوه لوی نقص یې خلکو ته په ګوته کړی. دغه سند کې د (Reminder) په اپلیکیشن کې ځینې داسې نقصونه بربنډ شوي چې د اطلاعاتو د هک کیدو او یا له منځه تللو امکانات زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ملیونونو کسانو د IOS 13 نوی عامل سیستم په خپلو موبایلونو کې نصب کړی دی. په ځانګړې توګه افغانستان کې ډیری کسانو وروسته له هغې اپډیت ته مخه کړه چې د ‎پښتو او دري ژبې د اپل شرکت لخوا په نوي عامل سیستم کې زیاتې شوې.

د (Reminder) نوی اپلیکیشن داسې ډول جوړ شوی چې د پخوانیو IOSاوmacOS عامل سیستمونو سره سم کار نه ورکوي او که چیرته خپل آیفون اپډیټ کړئ نو ټول هغه څه به له لاسه ورکړئ چې د (Reminder) په اپلیکیشن کې مو ثبت کړي وي.

همداراز د اپل شرکت زیاتوي چې د آې کلاوډ یاداښتونه هم دغه اپډیټ سره د وینډوز په اپلیکیشن کې له منځه ځي.