په آیفون لس کې د څیرې د پیژندنې سیستم څنګه فعالیت کوي؟

An attendee uses a new iPhone X during a presentation for the media in Beijing, China, Oct. 31, 2017.

د اپل شرکت په خپل نوي تلیفون آیفون لس کې، د څیرې د پیژندنې سیستم ځای پرځای کړی، په داسې حال کې چې ، د آیفون نور پخواني ډولونه د ګوتو د نښان د پیژندنې سیستم لري. د څیرې د پیژندنې له سیستم څخه د تلیفون له خلاصولو برعلاوه د پیسو د ورکولو، بانکي حسابونو او د اپلیکیشنونو د اخیستو په خاطر هم کار اخیستل کیږي.

اوس پوښتنه داده چې له دغه سیستم څخه په ورځني شکل ګټه اخیستنه څنګه او څومره دقیقه ده؟

په ځیرکو تلیفونونو کې د څیرې د پیژندنې د سیستم موجودیت کومه نوې خبره نه ده. د اپل د تلیفونونو سیال تلیفونونه لکه اندروید تلیفونونه او د سامسونګ د شرکت د ګلکسي تلیفونونه هم دغه سیستم لري، خو ډیر کامیاب نه دی ځکه د کارونکي په څيره کې په لږ تغیر راتلو سره هغه نه پیژني او نه خلاصیږي. د ګلکسي د ټولو ډولو په ګډون د اندروید په زیاتره تلیفونونو کې د څیرې د پيژندنې لپاره له دوه بعدي کمرو ګټه اخیستل کیږي، خو د آیفون لس سیستم پیچلی دی او درې بعدي دی.

په آیفون لس کې د څیرې د پیژندنې د تنظیمولو پروخت باید تاسو خپل سر د تلیفون په مخ کې مکمل وڅرخوي چې څیره مو په مکمل ډول ثبت شي او د ډیر دقت لپاره ستاسو پرمخ شاوخوا دیرش زره نقطې مشخصې کیږي. په دې توګه، که چیرې تاسو عینکې په سترګو کړئ یا هم خولۍ پرسر کړئ، آیفون ستاسو د مخ د نورو برخو په لیدلو، ستاسو څیره پیژني.

همدارنګه هر ځل چې کارونکی په خپلې څیرې سره تلیفون خلاصوي، سیستم یې په دوامداره بڼې څیره ښه پیژني او همدارنګه د کارونکي په څیره کې د ږیرې او بریتونو د غټیدو او زړیدو په شان تغیرات هم پیژندلی شي. خو د اندورید په تلیفونونو کې باید د تنظیماتو برخې ته مراجعه وشي او په څیرې کې راغلي تغیرات په کې وارد شي.

آیفون په نړۍ کې ډیر خرڅیدونکی تلیفون دی. د اپل شرکت په هرو دوه کلونو کې د آیفون د تلیفون یو نوی نسل له نویو وړتیاوو سره معرفي کوي، او په ځینې مواردو کې یو څه وړتیاوې ورڅخه لرې کوي هم. اپل په آیفون لس کې د ګوتې د نښې د پیژندنې سیستم او په خاصه توګه عمومي تڼۍ چې د آیفون په ټولو پخوانیو ډولونو کې موجوده وه، لرې کړې ده.

آیفون لس د تکنالوژۍ د ډیرو کمو کارپوهانو له خوا ازمایل شوی، هغوی وايي د عمومي تڼۍ نشتوالي له آیفون څخه په ګټې اخیستنه کې کوم مشکل نه دی رامنځته کړی او د څیرې د پیژندنې سیستم یې هم مثبت ارزولی دی.

د آیفون لس بیه له زر امریکايي ډالرو شروع کیږي او د پیرودلو فرمایش یې د اکتوبر د میاشتې له ۲۷ مې په امریکا او د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې پیل شو.