د هند د کرکټ د غوره لیګ فاینل لوبه نن کیږي

د مومبای انډینز ټیم تیر کال د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه

د سږکال د هند د غوره لیګ، آی پي ایل سیالۍ چې د سپټمبر په نولسمې پیل شوې وې، وروستۍ یا فاینل لوبه یې نن د سه شنبې په ورځ، نومبر ۱۰ (لړم ۲۰) د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې کیږي.

په فاینل لوبه کې د روهیت شرما په کپتانۍ د مومبای انډینز لوبډله د ډهلي کپیټلز د لوبډلې سره سیالي کوي چې کپتان یې د هند د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی شریاس آیر دی.

دا لومړی ځل دی چې د ډهلي کپیټلز لوبډله د هند د غوره لیګ وروستۍ یا فاینل لوبې ته لار پیدا کوي خو د مومبای انډینز لوبډلې بیا څلور ځله د دې سیالیو اتلولي ګټله چې تازه یې په ۲۰۱۹ کال کې وه.

سره لدې چې د سږ کال په سیالیو کې د مومبای ټیم درې ځله د ډهلي کپیټلز لوبډلې ته ماتې ورکړ خو د ډهلي کپیټلز د لوبډلې یو روزونکي او د اسټرالیا د لوبډلې پخواني کپتان، رکي پونټنګ ډاډ ښودلی چې لوبډله به یې وکړی شي د مومبای انډینز لوبډلې ته ماتې ورکړي او د سږ کال اتلولي وګټي.

د آی پي ایل د سږ کال د لوبو په درجه بندۍ کې د مومبای انډینز لوبډله په لومړۍ او د ډهلي کپیټلز لوبډله په دویم مقام کې ده.

فاینل لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیلیږي.

د آی پي ایل تجارتي سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې پیل شولې.