د ایرما توپان د شدیدو بادونو سره فلوریډا ایالت ته ننوت

چارواکو د فلوریدا ایالت کې له پنځه عشاریه شپږ میلیونو خلکو څخه غوښتي چې د توفان له رارسیدو دمخه سیمه خوشې کړي.

د ایرما توپان د کیوبا او کربین ټاپوګانو د یو شمېر سیمو له ځپلو وروسته په شدت د فلوریډا ایالت ته ننوت.

اټکل کیږي چې د ایرما په نوم د څلورم کتگوري توپان په ساعت کې ٢١٠ کیلومتره باد سره د فلوریدا ایالت په ځینو سیمو کې د خورا ویجاړي سبب شي. په فلوریډا کې له یوې پیړۍ راهیسي داسي توپان نه دی راغلی. دا توپان د یکشنبې فلوریدا ته ننوت.

مخکې اټکل شوی و چې دا توپان به د دغه ایالت شرقي ساحل، میامي ښارباندې راشي خو اوس یې خپله لاره بدله کړې او د فلوریدا غربي ساحل د سینټ پیټرزبرگ ښار یې لاندې کړی.

د فلوریدا والي ریک سکات د شنبې په ورځ ماښام دغه ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړ او له اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چې د توپان د احتمالي لارې له سیمو څخه ووځي.

د فلوریدا والي ریک سکات وویل"د فلوریدا په جنوب لویدیځو سیمو کې په یاد لرئ چې توپان د شدیدو بادونو وروسته راځي. دا فکر مه کوئ چې باد کمزوری شو نو توپان هم پای ته رسیدلی."

ښاغلي سکات همدارنگه په نرسانو او د بیړنیو حالاتو په کارکونکو باندې غږ وکړ چې خیریه کارونه لا غښتلي کړي. څه د پاسه ٧٥ زره خلک د والي په غوښتنه شا و خوا ۴٠٠ موقتي پناه ځایونو ته تللي دي.

شاوخوا ٧٦ زره کورنیو خبر ورکړی چې بریښنا نلري، او ددې شمیر د لا ډېریدو اټکل شوی دی.

د فلوریدا یوې اوسیدونکې وویل "باور نشم کولای. ډیر ویرونکی توپان دی."

دا توپان د یکشنبې سهار د فلوریدا کي وسټ ته ننوت او په لار کې به ټمپا، فورت میر او سینټ پیترزبرگ وځپي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ترمپ د ایرما د توپان په هکله د شنبې په ورځ د مریلند په کمپ دیوید کې د خپلې کابینې سره خبرې وکړې. جمهور رئیس د ایرما توپان ډیر ویجاړونکی وباله خو زیاته یې کړه چې امریکا ورته چمتو ده.

جمهور رئیس وویل"مونږ تر وسې پورې دې پیښې ته چمتو یو. او ټوله امریکا د توپان ځپلیو په غم، غمجنه ده چې د دې توپان له امله مړه شوي دي. مخکې له دې چې دا توپان د امریکا سواحلو ته ورسیږي ډیر تلفات یې واړول. ما لا د مخه په فلوریدا، جورجیا، جنوبي کارولاینا، پورتو ریکو او د امریکا ورجن ټاپوگانو کې د بیړني حالت د اعلانولو منظوري ورکړې ده."

جمهور رئیس په دې برخه کې د خیریه کارکونکو او ځایي چارواکو هلې ځلې وستایلې او وې ویل"زموږ حکومت وضعیت په ځیر څاري او د والیانو او سیمه ایزو چارواکو سره په ارتباط کې یو. مونږ هر ممکن مرسته کوو چې د خلکو ژوند وژغورو او د هغو خلکو سره مرسته وکړو چې اړتیا لري. بیا هم وایم موږ پخوا هیڅکله داسې توپان نه و لیدلی."

کله چې د ایرما توپان د جمعې په ورځ ناوخته کیوبا ته ننوت د پنځمې درجې توپان و او د نورو کرائیب ټاپوگانو په څیر په کیوبا کې هم د ډیرو مالي تاوانونو سبب شو. خو د یکشنبې په سهار چې دا توپان د امریکا خاورې ته ننوت د څلورمې درجې توپان ګڼل کېږي.