ایران تور لگوي چې اسرایل د افغانستان نه د هغوی جاسوسي کوي

د ایران او روسیې مطبوعاتو تور لگولی دی چې اسرایل د افغانستان نه د ایران جاسوسي کوي.

د ایران یوې خپرونې 'تسنیم' رپورټ خپور کړیدی چې اسرایلو افغانستان ته عسکر لدې لپاره استولي دي چې په ایران جاسوسي وکړي. دغه رپورټ زیاتوي چې د اسرایلو استخبارات په ایراني خلیج کې د هغوي د عسکرو فعالیتونه څاري.

دغه رپورټ وایي چې د اسرایلو عسکر په هرات کې موجود دي ځکه دغه ولایت د ایران سره گډ سرحد لري.

اسرایلو تر اوسه پورې د ایران د دغو تورونو په اړه څه ندي ویلي او د افغانستان حکومت هم په خپل ملک کې د اسرایلي عسکرو د موجودیت په اړه کومه تبصره نده کړي.

د امریکاغږ اردو څانگې لیکلي د اسرایلو یوې خپرونې یروشیلم ټایمز رپورټ ورکړی چې ایراني مطبوعات وایي د اسرایلو عسکر د هرات د شین ډنډ په سیمې کې په هغه هوایي اډې کې موجود دي چې امریکایی عسکر یې استعمالوي.

دغه رپورټ لیکي چې اسرایلي عسکر په ایراني خلیج کې د هغوي د عسکرو فعالیتونه څاري.

د یروشیلم ټایمز دغه مقاله زیاتوي چې د روسیې یوې دولتي خپرونې 'اسپوتنک' هم پخپل رپورټ کې لیکلي چې په افغانستان کې اسرایلي عسکر موجود دي او د امریکا او متحده عربي اماراتو د بیرغ لاندې خپل فعالیتونه پر مخ بوځي.

د یادونې وړ ده چې ایران پخوا هم دغه ډول تورونه لگولي دي خو اسرایلو، افغان حکومت او یا په افغانستان کې د امریکا ماموریت پدی هکله څه ندي ویلي.