ایران د افغانستان سولې اړوند بین الافغاني غونډه رابللې

ایران کې د افغان سولې اړوند غونډه

په افغانستان کې د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو سره ایران د افغانستان حکومت او طالب استازو په ګډون د افغان سیاسي مشرانو (بین الافغاني) غونډه رابللې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال محمد یونس قانوني په مشرۍ پلاوي د شیرمحمد عباس په مشرۍ د طالبانو د پلاوي سره په تهران کې لیدلي دي.

پدې کتنه کې چې د چهارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) وشوه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، هم حضور درلود.

د ایران تسنیم خبري آژانس ویلي چې له کابل څخه محمد یونس قانوني، کریم خرم، ارشاد احمدي، محمد الله بتاش، ظاهر وحدت او سلام رحیمي په دې غونډه کې ګډون کړی.

د ایرنا آزانس د رپوټ له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د غونډې په پیل کې د جګړې په ناوړه پایلو او د بین الافغاني مذاکراتو په اړتیا باندې په ټینګار سره وویل: "نن د افغانستان خلک او سیاسي مشران باید د خپل هیواد د راتلونکې لپاره سخت تصمیمونه ونیسي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله په ایران کې د افغان سولې اړوند غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم ویلي چې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو طالب پلاوی د ایران په رسمي بلنه تهران ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دغه طالب پلاوی به له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ له ځینو افغان سیاسینو سره په افغانستان کې د روان وضعیت او د خبرو اترو له لارې د ستونزو هوارولو په هدف په یوه تفاهمي ناسته کې بحث او نظرونه تبادله کړي.

په ایران کې د افغانستان سولې په اړه د افغانستان حکومت او طالب استازو غونډه پر داسې مهال رابلل کیږي چې تیره ورځ د افغانستان لپاره د قطر هیواد د بهرنیو چارو وزارت استازي کابل ته راغلی او له یو شمېر افغان چارواکو سره یې کتلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني له محمد حنیف اتمر سره لیدنه کې یو ځل بیا د افغانستان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه د قطر د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی.

دوې ورځې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرۍ د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ په هدف قطر کې له طالب استازو سره کتلي وو.

په قطر کې بین الافغاني مذاکرات د پرانیستلو له پیل څخه بیا تر دامهاله ټکني دي او کوم ښکاره پرمختګ خبر ورڅخه نه دی ورکړل شوی.