ایرانۍ میرمنو له ۴۰ کلونو وروسته د فوټبال لوبې د لیدو اجازه ترلاسه کړه

ایرانۍ میرمنو د ایران او کمبودیا لوبه چې ۱۴-۰ د ایران په ګټه وه له نږدې وکتله

ایراني میرمنو په څلویښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره ددې اجازه ترلاسه کړه چې د تهران په لوبغالي کې د نارینه وو د فوټبال لوبه له نږدې وګوري.

په ایران کې په ۱۹۷۹ هجري لمریز کال کې د اسلامي انقلاب لږ وروسته لوبغالو ته د نارینه وو د لوبو د لیدو لپاره د میرمنو په تګ بندیز ولګید.

خو د فوټبال د نړیوال فدراسیون ( فیفا ) د فشارونو او د میرمنو د حقونو د دفاع ډلو د کمپاینونو وروسته ایراني چارواکو د لومړي ځل لپاره شاوخوا ۳۰۰۰ ټکټونه میرمنو ته ځانګړي کړل څو نن پنجشنبه د ( اکټوبر ۱۰- د تلې ۱۸ ) د نړیوال جام د مقدماتي لوبو په لړ کې د ایران او کمبودیا د ټیمونو لوبه له نږدې وګوري.

د تهران آزادي لوبغالی په یو وخت کې د ۷۸۰۰۰ لیدونکو د ځایدو وړتیا لري او د لوبغالي په یوه مشخص ځای کې درې زره میرمنو ته ځای په پام کې نیول شوی وو.

د ایران او کمبودیا لوبه ۳۰۰۰ میرمنو له نږدې وکتله

مدني فعالانو میرمنو ته د ځانګړي ځای له امله اعتراض کړی، دوی غواړي په لوبغالي کې د کورنۍ د نارینه وو تر څنګ میرمنو ته د کیناستو اجازه ورکړي.

هغه تصاویر چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښکاره کوي چې میرمنې د لوبې له پیل شاوخوا دوه ساعته مخکې لوبغالي ته راغلي وې او په داسې حال کې چې اکثریت چوکۍ وزګارې وې دوی د ایران د بیرغ په رپولو سره خپل احساسات بیانول.

که څه هم د میرمنو د حقونو مدافعینو د فوټبال په دې لوبه کې د میرمنو د حضور هرکلی کړی، خو تر اوسه معلومه نده چې میرمنې به د راتلونکو لوبو د لیدو اجازه ولري.

ایرانۍ میرمنو د رنګیدو جامو په اغوستلو سره د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړ

وروسته له هغه چې سحر خدایاري په ایران کې یوه لوبغالي ته په غیر قانوني ډول د داخلیدو له امله تر عدلي څار لاندې ونیول شوه او بیا یې ځان وسوځاوه ، پر ایران فشارونه زیات شول څو لوبغالي ته د میرمنو په تګ بندیزونه له منځه یوسي.

د فیفا رئیس له ایراني چارواکو غوښتي ، میرمنو ته یوازې د نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې نه بلکې د فوټبال د ټولو هغو لوبو د لیدو اجازه ورکړي چې په ایران کې کیږي.