د سعودي او ایران سفیرانو تر ۷ کالونو وروسته په ریاض او تهران کې خپل کارونه پیل کړل

د شاوخوا اوو کالونو دیپلوماتیکي اړیکو نه لرلو څخه پس د سعودي عربستان سفیر سه شنبه سپټمبر ۵ (وږي۱۳) تهران او د ایران سفیر ریاض ته ورسیدل او خپل کارونه یې پیل کړل.

سعودي چې ډیری وګړي یې سنیان دي او ایران چې شعیه ګان پکې اکثریت دي د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د چین په منځګړتوب د دیپلوماتیکي اړیکو بیرته پیل کولو پر سر جوړ شول.

دواړو هیوادونو موافقه کړې وه چې د یو بل په هیوادونو کې خپل سفارتونه د سره پرانیزي.


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د دې هیواد سفیر عبدالله العنزي تهران ته تر رسیدو وروسته وویل چې د سعودي رهبري د اړیکو د پیاوړتیا او تعامل ډیریدو اهمیت درک کوي.

په همدې حال کې د ایران سرکاري خبري اژاسن ارنا په یو راپور کې ویلي چې د دې هیواد سفیر علي رضا عنایتي د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته ورسید چې د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو او د ایران د سفارت د مامورینو لخوا ورته هرکلی وویل شو.


په تهران کې د سعودي سفارت خپلې چارې تیره میاشت پیل کړلې خو تهران بیا د جون په میاشت کې په ریاض کې خپل کارونه د دې هیواد د جنډې تر پورته کولو وروسته پیل کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهایان تیره میاشت د سعودي عربستان سره د اړیکو بیرته پیل کیدو څخه وروسته پخپل لومړي سفر کې د دواړو هیوادونو تر منځ د یوالي او خبرو اترو په هکله څرګندونې کړې وې.

د ایران دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات ویلي و چې دوه اړخیزې اړیکې په سم لوري روانې دي.
سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت وروسته له هغې، چې د ایران په پایتخت تهران کې یې سفارت او قونسګري او هم یې په مشهد کې قونسګري باندې اعتراض کوونکو بریدونه وکړل، تهران سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

په ایران کې د سعودي عربستان په دپلوماتیکو دفترونو باندې بریدونه وروسته له هغې وشو، چې ریاض یو مشهور شعیه دیني عالم شیخ نمر باقر النمر، په ۲۰۱۶ کال کې اعدام کړ.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ښه کیدل به ددې سبب شي، چې په ټوله سیمه کې مستقیمي او غیر مستقیمي وسله والې نیابتي نښتې کمې شي.

ایران او سعودي عربستان چې دوه سیمه ییز قدرتونه دي، د سیمه ییزو کړکیچونو په ځانګړي ډول په سوریه او یمن کې د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

له ایران سره د سعودي عربستان د اړیکو له ښه کېدو سره سم، ریاض هم د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت سره چې د ایران متحد دی، خپلې اړیکې راژوندۍ کړې او په پام کې ده چې د دغه هېواد سفارت هم په ریاض کې بېرته پرانیستل شي.

کارپوهان په دې باور دي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدل به په منځني ختیځ کې وسله والې شخړې راکمې کړ