ایران په 'شیطاني شبکو' چاپو کې څه باندې ۲۵۰ تنه نیولي

عکس: ارشیف

په ایران کې پولیسو جمعه مې ۱۷ ( غوایي ۲۸) ویلي چې د دریو بهرنیو اتباعو په ګډون یې د تهران په لویدیځ کې څه دپاسه ۲۵۰ تنه نیولي چې د هغوي په قول پدې هیواد کې یې"شیطاني کړنې"دود کولې.

د ایرنا دولتي خبري اژنس د پولیسو د اعلامیې په حوالې ویلي چې پولیسو ۱۴۶ سړي او ۱۱۵ میرمنې پداسې حال کې نیولي چې په "ناوړه او غیر اخلاقي" وضعیت کې وې او په جامو، سرونو، مخونو او ویښتانو یې د شیطانۍ نښې نښانې وې".

د پولیسو په اعلامیې کې د دې "شیطاني نښو" په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي او دا هم ندي ویل شوي چې نښې څه وې.

پولیسو ویلي چې دا کسان یې د تهران په لویدیځ کې د پنجشنبې په شپې نیولي چې درې پکې د اروپایي هیوادونو اتباع دي.

لا معلومه نده چې دا اروپایي اتباع په خټه ایرانیان دي که نه او دا هم نده څرګنده چې هغوي په ایران کې څه کول خو معمولاً د ایران حکومت هغه ایراني الاصله ایرانیان په بیلا بیلو پلمو نیسي چې دې هیواد ته د خپلو کورنیو د غړیو لیدو ته ورځي.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې چاپو کې الکولي مشروبات او نور مخدره مواد نیول شوي. پولیسو همدارنګه ۷۳ موټر هم نیولي دي.

په ایران کې د پولیسو دا ډول چاپې غیر عادي ندي ځکه چې پدې محافظه کار هیواد کې پولیس اکثره وخت په هغو مجلسونو چاپې اچوي چې خلک پکې شراب څښي ځکه چې پدې مشروباتو په ایران کې تر ډیره حده بندیز دی.

په ایران کې پولیسو په ۲۰۰۹ کال کې د اردبیل په ولایت کې هم درې تنه د "شیطانی عبادت" په تور نیولي و.

پولیسو همدارنګه ۱۰۴ تنه د شیراز په ښار کې هم د شیطاني عبادت او "وینې څښلو" په تور نیولي و. پدې کسانو شک و چې د خوښې نمانځلو پر مهال یې شراب څښل.

پولیسو دا کسان په ایران کې داسې مهال نیولي چې وار د مخه پدې هیواد کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني تر وژل کیدو وروسته د حکومت ضد پراخې ولسي مظاهرې شوې.

د بشري‌ حقونو ډلې وايي چې په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته ددې پېښې د غندنې دپاره د پیل شویو مظاهرو څخه راهیسې، تهران د اعدامونو لړۍ چټکه کړې ده چې په هېواد کې یې ویره او ترهه خپره کړي.

دې ډلې څه موده مخکې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي وو ایران په ۲۰۲۲کال کې ۵۸۲ کسان اعدام کړي وو چې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا په یو کال کې خورا زیات کسان دي چې دغه هېواد کې اعدام شوي‌ دي.