د ایران حکومت څه دپاسه ۷۵۰ کسان په مظاهرو کې په بلوا تورن کړل 

دا مظاهره د ایران د مظاهرو په ملاتړ په جرمني کې شوې وه

په ایران کې رسنۍ وايي چې د دغه هېواد قضايي ځواک په دریو ولایتونو کې څه دپاسه ۷۵۰ کسان په «وروستیو بلواوو» کې په ګډون تورن کړي دي.

په ایران کې د مهسا امیني، چې د پولیسو په توقیف کې مړه شوه، د مرګ په ضد له څه وخت راهېسې مظاهرې روانې دي.

د ایران د قضايي ځواک د شمېرو له مخې ۲۰۰۰ نور کسان هم په دغو مظاهرو کې د ګډون له کبله تورن شوي دي، د دوی اکثریت یې په مرکز ایران کې دي.

په غو مظاهرو کې تر دې دمه سلګونه کسان وژل شوي چې یو شمېر یې د ایران امنیتي ځواکونه دي. حکومت دا مظاهرې «بلوا» ګڼي.

د ایران د قضا انلاین مجلې د راپور په اساس، د ایران په جنوب کې د هرمزګان ایالت د قضايي برخې مشر مجتبی قهرماني ویلي چې له تازه مظاهرو وروسته ۱۶۴ کسان تورن شوي دي.

ویپاڼه وايي چې دا کسان د «وژنې په انګیزه ورکولو، امنیتي ځواکونو ته په زیان اړولو، د رژیم په ضد د پروپاګند او عامه تاسیساتو په ورانونو» تورن شوي دي. د راپور په اساس د دغو تورنو کسانو محکمه به د را روانې سه شنبې په ورځ د «هغوی د مدافع وکیلانو په موجودیت کې» پیل شي.

د ارنا خبري اژانس د مرکزي ایالت د قضايي ځواک د مشر عبدالمهدي موسوي له خولې ویلي دي چې ۲۷۶ کسان په دغه ایالت کې هم تورن شوي دي.

ایرنا وايي ۱۰۰ کسان له هغه وروسته له زندان څخه خوشې شول چې ژمنه یې وکړه په اینده کې به په هېڅ ډول «بلوا» کې برخه نه اخلي.

د اصفهان ایالت کې قاضي اسدالله جعفري ویلي دي چې ۳۱۶ کسان په وروستیو مظاهرو کې د ګډون له کبله تورن شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس په اصفهان کې تېره اونۍ ۱۲ کسان محکمه شوي هم دي.

د سپتمبر په ۱۶ نېټه د ایران «اخلاقي پولیسو» مهسا امیني د «بې حجابۍ په تور» ونیوله چې بیا د پولیسو په توقیف کې مړه شوه. د هغې له مړینې وروسته په ایران کې لویې مظاهرې پیل شوې چې اکثریت یې ښځې رهبري کوي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې امنیتي ځواکونو په دغو مظاهرو کې ۱۵۰۰۰ کسان نیولي دي، خو چارواکي دا خبره ردوي.