ایران کې د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر ۱۲۸۴ ته ورسید

د ایران د روغتیا وزارت ویلي چې د کروناویروس په وجه دغه هیواد کې د مړینو شمیر د پنجشنبې تر ورځې مارچ ۱۹ پورې ۱۲۸۴ تنو ته رسیدلی دی.

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال علیرضا رئیسي د ایران ملي تلویزیون ته ویلي په دې هیواد کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۱۸۴۰۷ تنو ته رسیدلی دی.

ښاغلي رئیسي ویلي چې یواځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې ۱۴۹ کسان چې په کروناویروس اخته وو مړه شوي دي.

پدې ترڅ کې د ایران د روغتیا پنځه پخواني وزیران او یو شمیر نور ایراني ډاکترانو د هیواد جمهور رئیس حسن روحاني ته یو سرخلاصی لیک استولی او له هغه څخه یې غوښتي چې په ایران کې سفرونه محدود کړي چې د کروناویروس د پراخیدو مخه ونیول شي.

دا پداسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې ښاغلي روحاني وویل چې ایران د کرونایروس د اوج پړاو نه تیر شوی، خو له خلکو یې وغوښتل چې په کورونو کې پاته شي.

په سرخلاصي لیک کې له ښاغلي روحاني څخه دا هم غوښتل شوي چې ټولې غیراْضطراري دستګاوې او غیر ضروري کاروبارونه دې د ۱۵ ورځو لپاره وتړل شي او یواځې د تولید مرکزونه او د غذایي موادو مغازې دې فعالیت ولري.