ایران وایي روسیې ته یې په اوکراین کې د جګړې لپاره وسلې ندي ورکړي

مثلث ته ورته ډرون الوتکې یو انځور چې په ایران کې جوړه شوې

سره لدې چې اوکراین او لویدیځ متحدین یې په مسکو تور لګوي چې په اوکراین کې په جګړې کې یې په ایران کې د جوړو شویو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه کار اخیستی خو ایران شنبه اکټوبر ۱۵ (تلې ۲۳) یو ځل بیا دا تورونه رد کړل چې ګنې روسیې ته یې په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره وسلې ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوې اعلامیې کې ټینګار وکړ چې هیواد یې هیڅکله روسیې ته په اوکراین کې په جګړې کې د کار اخیستو لپاره وسلې ندي ورکړي او نه به یې ورکاندي.

ښاغلي عبداللهیان د پرتګال د بهرنیو چارو د وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې همدرانګه ویلي چې د جګړې هرې خوا ته د وسلو ورکول به جګړه لا اوږده کړي.

هغه ویلي، " مونږ نده ګڼلې او نه یې ګڼو چې جګړه که په اوکراین، افغانستان، سوریې او یا یمن کې وي، سمه لار ده".

د ایران دې جګپوړي دپلومات همدرانګه په یو جلا ټیلیفوني اړیکې کې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیب بوریل ته د جمعې په ورځ وویل چې د تیرو اتو میاشتو راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، تهران پکې بې پرې دی.

عبداللهیان زیاته کړه، "مونږ د روسیې سره دفاعي همکاري لرو خو د اوکراین د جګړې په هکله زمونږ پالیسي دا نده چې په جګړې کې ښکیلو ډلو ته وسلې ولیږو بلکې د جګړې بندول او د خلکو د بې ځایه کیدو مخه نیول دي".

ایران پداسې حال کې روسیې ته د وسلو ورکول ردوي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي دوشنبه اکټوبر ۱۰ وویل چې د دې هیواد د انرژۍ په زیربناوو او څو ښارونو د برید کولو لپاره روسیې د ایراني ډرون الوتکو څخه کار اخیستی و.

د همدې ادعاوو له کبله چې ګنې ایران روسیې ته په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره وسلې ورکوي، کیف تیره میاشت د تهران سره د دپلوماتیکي اړیکو د کمولو پریکړه وکړله خو ایران بیا دا ادعاې بې اساسي بولي او زیاتوي چې د هغو ناسمو معلوماتو پر اساس شویدي چې غربي مطبوعاتو خپرې کړي.

خو دا یوازې کیف ندی چې ادعا کوي ایران روسیې ته وسلې ورکوي بلکې متحده ایالاتو د همدې روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې په یو شرکت د دې تورونو له کبله بندیزونه ولګول چې د ایران څخه روسیې ته د ډرون الوتکو په لیږد کې مرسته کړې وه.

ټاکل شوې را روانه دوشنبې اکټوبر ۱۷ په لکزامبورګ کې کله چې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران جرګه کیږي، د همدې موضوع په هکله بحث وشي.

د اوکراین پوځ هم د سپټمبر په ۱۳ مې د لومړي ځل لپاره ادعا وکړله چې د جګړې په ډګر کې له هغوو بې پیلوټه الوتکو سره مخامخ شوي چې په ایران کې جوړې شوې او د روسیې ځواکونه یې کاروي.

دا الوتکه داسې تنظیم شوي چې هدف ته له رسېدو سره سم انفجار کوي او بې پیلوټه ځانمرکي الوتکې هم بلل کېږي.

د متحده ایالاتو استخباراتو د جولای په میاشت کې خبرداری ورکړ چې تهران په پام کې لري چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې سره د مرستې لپاره مسکو ته په چاودیونکو توکیو سمبالې ډرون الوتکې واستوي. ایران په پیل کې دا مسله رد کړې وه، خو د ایران د سپاه پاسداران قوماندان په دې وروستیو ورځو کې د نړۍ له سترو قدرتونو سره د وسلو په مرستې ویاړ کړی دی.

د اوکرایین یوه پوځي مقام او همدارنګه د اوکراین پلوه پوځي ویب پاڼې د مثلث یا ډیلټا په شکل د یوې نسکوره شوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) تصویرونه خپاره کړي چې د ایران د «شاهد» په نامه ډرون ته ورته دي.

د اوکرایني مقاماتو او د دې ویب پاڼې په وینا، اوکرایني ځواکونه کوپیانسک ته نږدې پداسې حال کې له دې ډرون سره مخامخ شوي چې د خارکیف په ختیځ کې د کیف بریدونو د روسیې د ځواکونو لومړۍ کرښې ماتې کړې دي.

دا عکس ښیي چې پرځول شوې ډرون پر ډزو باندې چاودیدلې او تر دې دمه د کیف لخوا پدې هکله نور معلومات ندي خپاره شوي. د پرځول شوې ډرون الوتکې پر بدنې باندې د "M214 Geran-2" لیکنه ښیي چې دا ډرون د روسي پیژندل شویو وسلو سره سمون نلري.