بیت المقدس ته د برازیل سفارت په انتقال د ځینو اسلامي هیوادونو غبرگون

د برازیل نوی جمهور رئیس غواړي د خپل هیواد سفارت له تل ابیب ښار څخه بیت المقدس ته انتقال کړي.

بیت المقدس ته د برازیل د سفارت د انتقالولو د پلان په وړاندې په یو تازه غبرگون کې ایران دغه تصمیم غندلی دی. تر دې مخکې عرب لیګ او ځینو نورو هېوادونو هم دا کار غندلی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د دوشنبې په ورځ (مرغومي ١٠) وویل چې د برازیل دغه تصمیم به "د سولې او ثبات سره مرسته ونکړي او د فلسطینیانو حقوق به ضایع کړي".

له دې دمخه عربي هیوادونو د برازیل پدغه تصمیم انتقاد کړی و او د رویترز اژانس په وینا عرب لیگ د برازیل نوي منتخب جمهور رئیس بولسونارو ته په یو لیک کې ویلي وو چې اسرائیل د فلسطینیانو سیمې په زور نیولي دي او بیت المقدس ته د برازیل د سفارت انتقالول به د عربي هیوادونو سره ددې هیواد اړیکې خړې پړې کړي.

د عرب لیگ غړو هیوادونو خبرداری ورکړی چې په بیت المقدس کې د برازیل د سفارت د پرانستلو په صورت کې به عربي هیوادونه د برازیلي تولیداتو واردول بند کړي. د رویترز په وینا دا به د برازیل د نوي جمهور رئیس په پالیسۍ کې چې د ٢٠١٩ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه کار پیل کوي یو لوی بدلون وي. برازیل تر اوسه د اسرائیل او فلسطین د شخړې د حل لپاره د دوو هیوادونو له حل لارې نه پلوي کوله.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د برازیل په کتنه بوخت دی د یکشنبې په ورځ وویل چې برازیل به ډیر ژر خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړي.

د بیت المقدس سرنوښت د اسرائیل او فلسطیبن په لانجه کې تر ټولو سخته مسله ده.

د نړۍ د اکثرو هیوادونو سفارتونه په تل ابیب ښار کې دي او د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ تصمیم چې خپل سفارت بیت المقدس ته ولیږدوي په سیمه کې له پراخو اعتراضونو سره مخامخ شو.