پنځه میاشتو کې نږدې ۲۰۰ زره افغان کډوال وطن ته ستانه شوي – آی او ایم

مهاجرت نړیواله اداره وایي روان ۲۰۱۹ کال کې تراوسه ایران یو سل او لس زرو څخه زیات افغان کډوال افغانستان ته شړلي دي.

د مهاجرت نړیواله اداره "آی او ایم" وايي، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه د جون د میاشتې تر اتمې ورځې پورې له ایران او پاکستان څخه ټول دوه سوه پنځه زره ۸۲۹ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي، چې د دغه شمیر څه باندې یوسل او دیارلس زره کډوال له دغو دوو هیوادونو افغانستان ته شړل شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې "آی اوایم" له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته د ستانه شوو افغانانو د ستنیدلو د بهیر په اړه په خپل یو تازه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولي ۲۳ مه) یې خپور کړی ویلي، چې په تیرو څه باندې پنځه میاشتو کې ایران یو سل او لس زره افغان کډوال افغانستان ته شړلي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې په دې راپور کې ویلي " یوسل او پنځه نوي زره او ۸۴۹ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ستانه شوي، چې پنځه اتیا زره او ۵۱۷ تنه یې په خپله خوښه او یو سل او لس زره ۳۲۴ تنه نور له ایران ایستل شوي دي".

د " ای او ایم " په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه د جون د میاشتې تر اتمې ورځې پورې ټول نهه زره ۹۸۸ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ورغلي، چې د دغه شمیر دوه زره ۲۲۵ تنه یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر په تیرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډ‌ول زیات شوی دی.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په ایران باندې اقتصادي بندیزونو د نورو اغیزو ترڅنګ د ایراني ریال ارزښت هم خورا کم کړی، چې له امله یې هغه شمیر افغان کډوال، چې د ورځې د کار په اساس یې په دغه هیواد کې خپلو کورنیو ته روزي ګټله، دې ته اړ شوي، چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د دغه وزارت ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،یو شمیر افغانان د دې لپاره، چې ژر افغانستان ته ستانه شي، پخپله پولیسو ته ورځې او هغوی هم دا شمیر افغانان د سند نه لرونکو افغانانو په ډله کې افغانستان ته ستنوي.

ښاغلي باهر وویل" دا کډوال پریکړه کوي چې افغانستان ته ستانه شي".

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي په ۱۳۹۶ لمریز کال کې له ایران څخه شاوخوا څلور سوه زره افغانان وطن ته ستانه شوي وو خو دا شمیر په تیر۱۳۹۷ لمریزکال کې دوه چنده ته لوړ شوی و.

په ایران کې نږدې یو میلیون افغان کډوال د مهاجرت پر قانوني اسنادو او په همدومره شمیر نور په دغه هیواد کې د اوسیدانې د اوږدې مودې په ویزو اوسیږي.

خو د دغه شمیر سربیره په زرګونو نور افغانان د اوسیدانې د قانوني اسنادو پرته هم په دغه هیواد کې ژوند کوي.