ایران ۱۸۱ نور افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي

د ایران حکومت لخوا طالبانو ته سپارل شوي افغان بندیان

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران حکومت لخوا افغانستان ته د ۱۸۱ نورو افغان بندیانو د ورسپارلو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د پنجشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) رسنیو ته لېږلې غږیږ پیغام کې ویلي چې دغه افغانان د دواړو هیوادونو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته افغانستان ته وسپارل شول.

ښاغلي تکل زیاته کړې: "د ایران لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په لړ کې (١٨١) تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وو د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري افغان حکومت ته وسپارل شول."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوی څارنوال شمس الدین پهلوان په مشرۍ یو طالب پلاوی د افغان بندیانو د وضعیت ارزولو په هدف د فبرورۍ ۲۴ (کب پنځمه) ایران ته سفر کړی و.

د طالبانو حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني هغه وخت ویلي و چې دغه پلاوی به د افغان زندانیانو د وضعیت او هیواد ته د هغوی د انتقال په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه پلاوي کې د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو ادارې عمومي رئیس محمد یوسف مستري او یو شمېر نور طالب چارواکي هم شامل دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه ویلي چې د ایران حکومت تر دا مهاله افغانستان ته ۹۱۲ افغان بندیان سپارلي دي.

د ایران حکومت تر دا مهال د طالبانو حکومت ته د یادو افغان بندیانو د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم تر دا مهاله په ایران کې د افغان بندیانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو ویل کیږي چې د دغه هیواد په زندانونو کې په زرګونه افغانان بندیان دي.

دا په داسې ده چې د افغانستان پخواني حکومت او ایران د زندانیانو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و چې پر اساس یې سلګونه افغان بندیان هم مهال افغانستان ته انتقال شول.

هغه مهال په کابل کې د ایران سفارت ویلي وو چې شاوخوا ۲۰زره افغانان په ایران کې بندیان دي چې له دې شمېرې د ۲۶۰۰ کسانو دوسیې بشپړې شوي او چمتو دي چې افغانستان ته یې وسپاري.

ویل کیږي چې ایران ته تلوونکي افغانان اکثر د قانوني اسنادو د نشتوالی او مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو له امله د ایران حکومت لخوا بندیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ایران حکومت لخوا د یو شمېر افغان بندیانو د اعدام راپورونه هم ورکړل شوي و.

دمخه د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو ویلي و چې سلګونه نور افغان بندیان د ایران په زندانونو کې د اعدام له سزا سرمخ دي.