ایران د اتومي انرژۍ د سازمان مشر ته بلنه ورکړې چې اصفهان ته ورشي

محمد اسلامي او رافایل ګروسي

د ایران د اتومي پروګرام مشر د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۱ (حوت دویمه) وویل چې د اتومي انرژۍ د سازمان مشر رافایل ګروسي ته یې بلنه ورکړې چې د روان کال د مۍ په میاشت کې دغه هېواد ته ورشي.

دا بلنه داسې مهال ورکول کېږي چې دغه سازمان له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا هلې ځلې کوي د ایران په اتومي پروګرام باندې کنترول وساتي، تهران وايي اتومي پروګرام یې سوله ایز دی او د وسلو جوړولو لپاره نه دی.

تېره میاشت رافایل ګروسي فرانس پرس اژانس ته ویلي وو چې ایران له دغه سازمان سره «خپلې همکارۍ په بیساري ډول محدودې» کړې دي.

د ایران د اتومي پروګرام مشر محمد اسلامي خبریالانو ته وویل چې ګروسي ایران ته د سفر نیت څرګند کړی و او ویلي وو چې «دا سفر یې په اجنډا کې شامل» دی.

اسلامي وویل: «موږ هغه ته دعوت ورکړی چې د اتومي انرژۍ په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړي. دا کنفرانس د مۍ په میاشت کې د اصفهان په ښار کې دی.»

تر دې مخکې ګروسي ویلي وو ایران په ۲۰۲۳ کال کې د یوریانیمو غني کول او زیاتول بیا پیل کړي.

هغه ایران ته تر سفر مخکې په ویانا کې د ایران په چارو کې د امریکا له لوړ پوړي مقام ابرام پیلي سره ولیدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر خبریالانو ته وویل چې ابرام په دغه ملاقات کې ګروسي ته ویلي دي چې «موږ د ایران د اتومي پروګرام، چې د لوړې کچې یوریانیمو تولید هم په کې شامل دی، د پراخېدو په اړه جدي اندېښمن یو» او په خبره یې د دې کار هدف ولسي نه دی.

خو ایران تل دا تورونه رد کړي او ویلي دي‌ چې د دغه پروګرام هدف یې سوله ایز دی.

د فبرورۍ په میاشت کې ایران وویل چې په اصفهان کې یې د اتوم د تحقیق یو ری اکتر جوړي او تر دې مخکې یې ویلي وو چې په جنوب کې د اتومي بټۍ یوه ودانۍ جوړوي.

ایران له هغه وروسته د خپلو یوریانیمو زیاتول او غني کول ډېر کړل، چې په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د تهران او نړۍ د زبر ځواکونو ترمنځ له شوي‌ تړون څخه ووت. ټرمپ ویلي وو چې په تړون کې د ایران ګټه زیاته ده.