یوې قوي زلزلې د عراق او ایران په سرحد کې لږ تر لږه ۴٣٠ تنه مړه کړي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.
د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی چې په دغې زلزې کې شاوخوا ۶۷۰۰ کسان ژوبل شوي دي او ډېر کورونه وران ویجاړ شوي دي.
د عراق د کورنیو چارو وزارت وايي تر دې دمه دوې ته د اوو کسانو د مرګ او ۵۳۵ کسانو د ژوبل کېدو خبر سېدلی دی او نور ټول تلفات په ایران کې اوښتي دي.
د افغانستان ولسمشر له دې پلوه له ایران او عراق سره خواخوږي څرګنده کړې ده، د ارګ په ټویټر کې لیکل شوي چې افغانستان د عراق او ایران له حکومتونو او خلکو سره په دغه غم کې شریک دی او دوعاوې کوي.
Pres. Ghani expressed his deepest sympathy and condolences for the destruction and loss of life caused by earthquake in Iran and Iraq; our thoughts and prayers are with the gov and people of Iran and Iraq.
— ارگ (@ARG_AFG) November 13, 2017
په رسنیو کې خپاره شوې تصویرونو او ویډیوګانو کې خلک ښودل کيږي چې خلک له زلزلې وروسته په تیاره کې له خپلو کورونو تښتېدلي دي.
راپورونه وايي له زلزلې وروسته شاوخوا ۱۰۰نورو ټکانونو هم سیمې وخوځولې.
د امریکا د جیولوژي اداره وايي چې د دغې زلزلې مرکز دعراق د حلبچه په ۳۱ مېترۍ کې د کردستان نیمه خودمختاره سیمه ده.
د ایران او عراق چارواکي وایي چې د ځاني او مالي تلفاتو سمه اندازه به وخت اخلي ځکه چې زلزله د شپې په تیارې کې شوې ده.
له زلزلې وروسته برېښنا پرې شوې ده او د دقیقو مالي او ځاني تلفاتو د شمېر معلومول ستونزمن بلل کیږي.
په ۲۰۰۳ کال کې د ایران په تاریخي ښار بم کې د ۶.۶ ریکتر په اندازې زلزلې ۲۶۰۰ تنه مړه کړل. په ۲۰۱۲ کال کې بیا د ایران د اذربایجان په ولایت کې یوې بلې زلزلې ۳۰۰ تنه مړه کړل.