د ایران مذهبي مشر اروپايي هیوادونه په دښمنۍ تورن کړل

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي وايي پر خپله رسمي ویبپاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې اروپایان ډیرې خبرې کوي خو ټولې یې تشې دي. خامنه اي وویل "پر دغو هیوادونو باید اعتماد ونشي چي د اسلامي نظام پر وړاندې یې د دښمنۍ بیرغ پورته کړی دی، ځکه چې د ایراني ملت په وړاندې ښکاره دښمني لري.

د ۲۰۱۵ کال هغه تاریخي موافقه چې د بندیزونو د نرموالي په بدل کې یې د ایران پر آټومي پروګرام محدودیتونه ولګول د هغه وخت راهیسې د ساه اخیستلو معنی لري چې جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ امریکا له دغه تړون څخه وایستله او بندیزونه یې له سره ولګول. ددې موافقې نورې خواوې، بریتانیا، چین، جرمني او روسیې هڅه کړې ده چې دغه تړون وژغوري، خو تهران په وار وار په اروپا تور لګولی دی چې کافي اقدامات نه کوي.

د ایران مشر وویل "هغه کسانو چې دغه خبرې یې پر مخ بیولې اوس واِيي چي اروپایانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړې او دا پر هغوی د باور کولو تر ټولو کلک دلیل دی.هغه دغه خبرې وروسته تر هغه کړې دي چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون دغاه اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتو عمومي اسامبلي د غونډې په څنګ کې د ټرمپ او ددایران ولسمشر حسن روحاني تر منځ د غوڼدې لپاره یوه ناکامه هڅه وکړه.

د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې له ټرمپ سره تر هغه وخت له لیدلو انکار وکړ چې امریکا خپل اقتصادي فشار ته دوام ورکوي. خامنه یې یو ګام وړاندې ولاړ او په یو ټویټ کې یې وویل چي "د صیهوني رزيم او امریکا څخه پرته له ټولو هیوادونو سره د تعامل او خبرو کولو لارې خلاصې دي.