د خامنه اي خورزه د نړۍ غواړي چې د ایران سره اړیکې پرې کړي

معلومه نده چې د ایران د ستر مذهبي مشر خورزې دا ویډیو څه وخت ثبت کړې.

د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي خورزې په یوې ویډیو کې د نړۍ په خلکو غږ کړی چې پخپلو حکومتونو فشار راوړي تر څو د ایران د اسلامي جمهوریت سره اړیکې پرې کړي.

دا ویډیو چې د فریدې مرادخاني ورور خپره کړې پکې د نړۍ د "وجدان لرونکو" خلکو غوښتل شوي چې د ایراني مظاهره چیانو ملاتړ وکړي.

دا ویډیو په همدې روانې اوونۍ کې خپره شوې او معلومه نده چې څه وخت ثبت شوې.

مرادخاني پدې تازه ویډیو کې ویلي، "د نړۍ د باوجدانه خلکو څخه غواړوم چې زمونږ سره ودریږي او د خپلو حکومتونو څخه وغواړي چې یوازې د خبرو او شعارونو څخه تیر شي او په ریښتیني توګه دې عمل وکړي او د دې رژیم (ایران اسلامي جمهوریت) سره دې هر ډول معاملې بندې کړي".

د ایران د ستر مذهبي مشر د خورزې ورور، محمد مرادخانې تیره اوونۍ په ټویټر کې ویلي و چې خور یې په ایران کې د دې هیواد په رژیم د انتقاد کولو څخه وروسته نیول شوې. فریدې مرادخانې په یوې خپرې شوې ویدیو کې د ایران مقامات «قاتلان او د ماشوم قاتل رژیم» یادی کړي وو.

ښاغلي مرادخانې لیکلي دي چې خور یې د نومبر په ۲۳ څارنوالۍ ته احضار شوې وه او بیا نیول شوې ده.

فریده مراد خانې په خپلو خبرو کې د ایران د حکومت له لوري د «خلکو ځپل» او په دې اړه یې د نړیوالې ټولنې کمزوری غبرګون غندلي دي.

هغې ویلي دي: «ازادو خلکو، له موږ سره شئ. خپلو حکومتونو ته ووایاست چې د دغه قاتل او ماشوم-وژونکي رژیم ننګه پرېږدي. دا رژیم د خپل مذهب هېڅ اصل ته قایل نه دی او د خپل واک د ساتلو لپاره له زور څخه پرته بل هېڅ قانون او اصول نه پېژني

په ایران کې دریمه میاشت ده چې د حکومت ضد مظاهرې پیل شوي خو امنیتي ځواکونو دا مظاهره چیان په ظالمانه توګه ځپلي دي.

د بشري حقونو یوه اداره چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی، ویلي چې تر دې دمه ۴۵۱ تنه وژل شوي چې ۶۳ یې کم عمره ماشومان دي.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې امنیتي ځواکونو ۱۸۱۷۳ کسان نیولي هم دي.

خو د ایراني ځواکونو د دې سختو ځپلو سره سره، په ګڼ شمیر ښارونو کې لا هم د حکومت ضد مظاهرې روانې دي.

د ایران حکومت تازه ویلي چې د مظاهره چیانو د ځپلو په هکله د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې د هیت سره به همکاري ونکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ۷) ویلي چې هیواد به یې هیڅ ډول همکاري ونکړي او د حقیقت موندنې دا ماموریت یې چې د بشري حقونو شورا یې تیره اوونۍ د جوړیدو رایه ورکړه، "سیاسي کمیټه" وبلله.