ایران د توغندیو د ذخیره کولو نوې تاسیسات جوړ کړي

ایران دا ندي ویلي چې دا نوي تاسیات کوم ځای کې دي او څومره توغندي پکې ذخیره دي

په ایران کې دولتي مطبوعات وایي د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د ځمکې لاندې د توغندیو د ذخیره کولو نوې تاسیسات جوړ کړي دي.

د ایران دولتي تلویزیون د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو د قوماندان جنرال حسین سلامي له قوله ویلي دي چې پدې تاسیساتو کې به د کروز او بالاستیک توغندي خوندي شي او د ایران د بحري ځواکونه به پرې نور هم قوي شي.

په تلویزیون کې یو شمیر توغندي ښودل کیږي چې د ځمکې لاندې په یوې سیمې کې خوندي کیږي خو په راپور کې دا ندي ویل شوي چې دا سیمه چیرته ده او څومره توغندي پکې ذخیره دي.

ایران د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا څو ځله په ټول هیواد او د هرمز تنګي سره نږدې د ځمکې لاندې د توغندیو د ذخیره کولو د تاسیساتو د جوړولو خبر ورکړی.

دغه هیواد ادعا کوي چې داسې توغندي هم لري چې کولی شي ۱۲ سوه میله ځای وولي چې پدې کې تقریباً د منځني ختیځ ټول هیوادونه او اسرائیل شامل دي.

د امریکا متحده ایالات او لویدیځ ملګري یې د ایران د توغنديو او اتومي پروګرامونه ګواښ بولي.

ایران د امریکا او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو سره په ۲۰۱۵ کال کې په اتومي موافقې کې ژمنه کړې وه چې د توغندیو پروګرامونه به مهاروي او یوارنیم به د موافقې له مخې غني کوي خو د ۲۰۱۸ کال راهیسې چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ددې موافقې نه ووت او په ایران یې اقتصادي بندیزونه د سره ولګول، ایران هم پخپلو ژمنو وفا ونکړله.