تر ۵ میاشتو ځنډ وروسته د ایران د اتومي پروګرام په هکله خبرې بیا پیل شوې

د ایران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر منځ خبرې په ویانا کې کیږي.

د ایران د اتومي موافقې د بیرته احیا کولو پر سر خبرې تر ۵ میاشتو وقفې وروسته د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۹ په ویانا کې پیل شوې.

په خبرو کې ایران په مستقیمه توګه د بریتانیې، چین، فرانسې، جرمني او روسیې سره خبرې کوې چې ټولو یې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران اتومي موافقه لاسلیک کړې.

امریکا هم دا تړون لاسلیک کړی خو د ویانا په خبرو کې په غیرې مستقیمه توګه برخه لري او اروپایي دیپلومان د متحده ایالاتو سره سلا مشورې کوي.

دا په ایران کې د سخت دریزه ابراهیم رئیس واک ته تر رسیدو وروسته لومړی ځل دی چې ایران د نړۍ د سترو قدرت لرونکو هیوادونو سره په اتومي موافقې خبرې کوي.

د خبرو هدف د ایران د اتومي موافقې بیرته پيل کول چې په ۲۰۱۵ کال کې ایران د بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې لاسلیک کړې وه. سره لدې چې ایران تل ویلي اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خودا موافقه دایران اتومي پروګرام محدود کوي او نه یې پریږدي چې اتومي وسلې جوړې کړي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ادعا درلوده چې دا موافقه کمزورې او د ایران په پلو ده او په همدې خاطر یې په ۲۰۱۸ کال کې نه یوازې دا چې په یو اړخیزه توګه یې خپل هیواد د تړون څخه وایست بلکې په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران هم د امریکا د دې اقدام په ځواب کې په اتومي موافقې کې د خپلو ژمنو نه تیره شوه او د یورانیمو غني کول یې ډیر کړل.

ایران نه یوزاې دا چې د یورانیم غني کول یې ډیر کړي بلکې د غني کولو کچه یې هم لوړه کړې او په اتومي بټیو کې د پرمختللو سنټرفیوژونو نه کار اخلي.

دا موافقه هم په ۲۰۱۵ کال کې د دې ویرې له کبله د امریکا د پخواني جمهور رئیس براک اوباما په حکومت کې لاسلیک شوه چې ایران د اتومي وسلو په جوړولو کار کاوه خو ایران دا تورونه نه مني او وایي اتومي پروګرام یې د څیړنې او بریښنا د تولید لپاره دی.

ایران بیرته په اتومي تړون کې د یو ځای کیدو په بدل کې د ټولو هغو بندیزونو لیرې کیدل غواړي چې متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې پرې لګولي خو د لویدیځو هیوادونو دیپلوماتان د ایران غوښتنه د حقیقت نه لیرې بولي.