ایران د خپل ولسمشر په مړینه پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د دوشنبې په ورځ می ۲۰ (غويي ۳۱) د ولسمشر ابراهیم رئیسي په مړینه د پنځو ورځو ملي ماتم اعلان کړ.

خامنه يي په ختیځ اذربایجان ولایت کې د رئیسي او یو شمېر نورو ایراني چارواکو له مړینې یوه ورځ وروسته په یو رسمي بیان کې وویل: "زه پنځه ورځنی ملي ماتم اعلانوم او د ایران ګرانو خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کوم."

د ایران حکومت تائید کړې ده چې د یوې هلیکوپتر د نسکوریدو په پیښه کې د ابراهیم رئیسي ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او یو شمېر نور چارواکي مړه شوي دي.

بل خوا، د ایران د ولسمشر مرستیال محمد مخبر دزفولي ددغه هېواد د قانون سره سم د انتخاباتو تر دایرېدو پورې د ولسمشرۍ د چارو سرپرستي پرغاړه اخیستې ده او د ایران د اتومي انرژۍ ترټولو لوړپوړی مرکچي علي باقري د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه نومول شوی دی.

د ایران د اساسي قانون له مخې که چیرې ددغه هیواد ولسمشر مړ کیږي او یا هم د خپلو دندو د پرمخ وړلو توان له لاسه ورکوي، نو د ولسمشر لومړی مرستیال د هغه ځای نیسي.

محمد مخبر به تر ۵۰ ورځو چې د جمهوري ریاست نوې ټاکنې کیږي، د ولسمشر په توګه کار ته دوام ورکړي.

په پیښه کې په نورو مړو شویو کسانو کې د تبریز امام جمعه آل هاشم او د ختیځ اذربایجان والي داکتر مالک رحمتي شامل دي. د حکومت په یوې اعلامیې کې راغلي چې دا پیښه به " د هیواد په جهادي مدیریت کې هیڅ ډول خنډ" رامنځ ته کیدو سبب نشي او د هغوی لار به دوام ومومي.

ایراني مطبوعاتو ویلي چې د هلیکوپتر د لوېدو په پیښه کې د رئیسي ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان، د تبریز امام جمعه آل هاشم او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي مړه شوي دي.

د ایران حکومت هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي:" د نړۍ د مستضعفانو ملاتړی او د ایران د ملت خادم ایت الله ډاکټر سید ابراهیم رئیسي د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس خلکو ته د خدمت په لار کې شهید شو."

ایراني مطبوعاتو ویلي چې ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان، د تبریز امام جمعه آل هاشم، د ختیځ اذربایجان والي داکتر مالک رحمتي د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د " دیزمار ځنګل" سیمه کې د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې مړه شوي دي.

د ایران د سرې میاشتې ادارې ویلي چې د ابراهیم رئیسي او نورو کسانو جسدونه چې د هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې مړه شوي وو، موندل شوي او د لټون عملیات پای ته رسېدلي دي.

د سرې میاشتې رئیس پیرحسین کولیوند دولتي تلویزیون ته وویل: "موږ د شهیدانو جسدونه د ایران په شمال لویدیځ کې تبریز ته د لېږدولو په حال کې یو... د لټون عملیات پای ته رسیدلي دي."

رئیسي د یکشنبې په ورځ د یو شمیر ایراني چارواکو سره ددغه هیواد ختیځ اذربایجان ولایت ته تللی وو او هلته یې د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف سره یوځای د قیزقلعه‌ سي د اوبو بند افتتاح کړ. دا بند دواړو هیوادونو په همکارۍ د ایران او اذربایجان ترمنځ د ارس د سرحدي سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.

د هلیکوپتر د نسکوریدو پیښه ددغو مراسمو له ځای څخه د رئیسي او مل پلاوي د ستنیدلو وروسته پر لار رامنځ ته شوه.