د ایران ټانکر د یونان پر لور روان شوی

ایران خبرداری ورکړیدی چې که امریکا یې د تیلو د ټانکر د نیولو لپاره هیڅ ډول اقدام وکړ نو دا به خطرناکې پایلې ولري

د ایران یو ټانکر چې په جبل الطارق کې نیول شوی و، د ازادیدو وروسته د یونان په لور روان شویدی.

ایران امریکا ته خبرداری ورکړیدی چې که امریکا د دغه ټانکر د بیا نیولو لپاره هیڅ ډول اقدام وکړ نو خطرناکې پایلې به ولري.

د ایران حکومت دغه بیان پداسې وخت کې ورکړیدی چې د امریکا سره یې تشنج سخت زیات شویدی.

د ایران د بهرنو چارو وزیر جوادظریف د یو امریکایي ټلویژن سره په مرکې کې د امریکا سره د پوځي شخړې امکان رد کړیدی خو خبرداری یې ورکړیدی چې امریکا او فنلینډ د حالاتو د نورو خرابولو کوښښ کوي.

دغه ټانکر د برتانیې سمندري ځواک د جولایي په ۴ نیټه په جبل الطارق کې پدی شک نیولی و چې سوریې ته یې تیل انتقالول او دغه د اروپایي اتحاد د بندیزونو نه سرغړونه وه. د ټانکر د نیولو نه وروسته د ایران او غرب ترمنځ یوه اونۍ جنجال دوام ولره. د دغه نه وروسته د تیلو د تجارت لپاره د خلیج د لارو په سر هم بحثونه وپاریدل.