پزشکیان: ډاډ ورکوم چې د اخلاقي امنیت پولیس به میرمنې نه ځوروي

د ایران جمهور رئیس مسعود پزشکیان دوشنبه سپټمبر ۱۶ ( وږي ۲۶) ژمنه وکړله چې ډاډ به ورکړي پدې هیواد کې د اخلاقي امنیت پولیس تر دې وروسته میرمنې ونه وځوروي.

ښاغلي پزشکیان دا څرګندونې د مهسا امیني دویم تلین په مناسبت مطبوعاتو سره وکړلې.

دوه وېشت کلنه کردۍ مهسا امیني د ایران پولیسو له دې کبله نیولې وه چې د ایران د رژیم د حجاب سخت قوانین یې له پامه غورځولي وو. د ۲۰۲۲ کال د سپټمر میاشتې په ۱۶ مې نیټې د هغې د مړینې وروسته په ایران کې دننه او له ایران څخه د باندې لسګونو زرو کسانو مظاهرې وکړې.

پولیسو د دې مظاهرو په تړاو زرګونه کسان نیولي چې ګڼ شمیر یې اعدام شوي هم دي.

د ایران مشر چې منځلاری بلل کیږي، د جمهور رئیس کیدو راهیسې په تهران کې په لومړني خبري کنفرانس کې وویل، " د اخلاقي امنیت پولیس د دې لپاره نه و جوړ شوي چې د میرمنو سره مقابله وکړي. زه به دا موضوع تعقیب کړم چې هغوي میرمنې ونه ځوروي".

دا لومړی ځل ندی چې د ایران دا نوی جمهور رئیس چې د جولای په میاشت کې د سخت دریځ ابراهیم رئیسي ځای ناستی وټاکل شو، پداسې هیواد کې د اصلاحاتوغوښتنه کوي چې د څو لسیزو راهیسې پکې سخت دریځ مذهبي مشران واکمنان دي.

ښاغلي پزشکیان په انتخاباتي مبارزو کې هم ژمنه کړې وه چې په هیواد کې به د هغو پولیسو ګزمو سره په بشپړه توګه مخالفت وکړي چې میرمنې په زور ټیکري په سر کولو ته اړې کوي او هم به د انټرنیټ په برخې کې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي چې پخوا راهیسې پدې هیواد کې وضع شویدي.

په ایران کې د څو کالونو راهسیې د فیس بوک او اکس شبکو په ګډون په ټولنیزو شبکو محدودیتونه وضع شوي خو په ۲۰۱۹ کال کې د تیلو نرخونو ډیروالي او همدارنګه په ۲۰۲۲ کال کې د مهسا امیني تر وژل کیدو په غبرګون کې د ولسي مظاهرو څخه وروسته دا محدودیتونه لا پراخ او سخت شول.

مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې حکومت به یې پدې کار وکړي چې په انټرنیټ او ټولنیزو شبکو بندیزونه آسانه کړي.

ایران – امریکا اړیکې

مسعود پزشکیان تر جمهور رئیس کیدو وړاندې د متحده ایالاتو په ګډون د لویدیځو هیوادونو سره د خپل هیواد اړیکو رغولو ژمنې کړې وه.

هغه په خبري کنفرانس کې یو ځل بیا وویل چې د متحده ایالاتو سره جګړه نه غواړي خو پدې شرط چې "امریکا زمونږ د حقونو درناوی" وکړي.

واشنګټن او تهران د ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې دیپلوماتیکې اړیکې نلري. مسعود پزشکیان زیاته کړه چې هیواد یې د امریکا سره دښمني نه پالي.

هغه په عراق او خلیج هیوادونو کې د متحده ایالاتو نظامي اډو ته په اشارې سره وویل، " مونږ د هغوي هیواد په شاوخوا کې نظامي اډې ندي جوړې کړي."

د پزشکیان د څرګندونو څخه وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې د لانجو حل کیدو لپاره دیپلوماسۍ ته تیار دي خو د اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو "ګواښونو او فشار" ته غاړه نه ږدي.

عباس عراقچي دا څرګندونې د سپټمبر په ۱۴ مې وروسته تر هغې وکړې چې درې اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو د ایران د هوایي چلند په سکتور تازه بندیزونه ولګول.

د ایران د تر ټولو جګپوړي دیپلومات څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر وویل دا بلاک په ایران د هغو راپورونو پر اساس د نویو بندیزونو په لګولو غور کوي چې ویل کیږي تهران په مسکو باندې د اوکراین د جګړې لپاره بالستیک توغندي پلورلي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د عراقچي له قوله ویلي، " ایران په قوت سره پخپلې لارې روان دی. مونږ تل د لانجو حل لپاره دیپلوماسۍ ته تیار یو خو خبرې اترې باید د ګواښونو او فشار له مخې نه بلکې د دوه اړخیز درناوي پر اساس وي".