هلمند والي: ایران د هلمند پر سیند د پروژو مخه نیسي

New Helmand Governor Hayatullah Hayat

د هلمند والي وايي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د ایران د لاس وهنې یو عمده لامل د هلمند د سیند اوبه دي چي ایران نه غواړي پرې تاسیسات جوړ شي.

د هلمند والي حیات‌الله حیات امریکا غږ ته وویل، چې د بل هر وخت په پرتله اوسمهال ایراني لوري هڅې زیاتې کړي چې د هلمند پر اوبو د تاسیساتو د مخ نیوي لپاره د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره خپلې نظامي مرستې زیاتې کړي.

د هلمند والي پر وینا، ځينې استخباراتي معلومات څرګندوي چې ایراني لوري په وروستي اقدام کې د دوې اونۍ مخکې د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د وسله والو طالبانو له ځايي مشرانو سره لیدلي دي.

هغه وویل "د افغان دولت استخباراتي مامورین پر دې کار کوي چې د ایراني استخباراتي مامورینو او وسله والو طالبانو ترمنځ د بحث وړ ټکي ځانته څرګند کړي."

ښاغلي حیات زیاته کړه، دا د ایراني لوري لمړنۍ هڅه نه بلکې له دې مخکې یې هم له طالبانو سره د وسلو او مهماتو مرستې کړي، چې پر وینا یې په دې اړه یې د افغانستان ولسمشر او د ملي امنیت شورا ته کره اسناد سپارلي دي.

د هلمند والي وویل "ایران هڅه کوي چې په هلمند کې د هلمند سیند پر اوبو د انکشافي پروژو مخه ونيسي او د تیر په څېر یادې اوبه له پوښتنې پرته ایران ته وبهیږي خو موږ له ولسمشر غني سره پدې اړه ناستې لرلې چې دې مسلې ته به افغان حکومت پر وخت او مناسب ځواب ووايي."

په هلمند کې د کجکي پر بند د درییم توربین د نصب چارې له تیرو ۶ کالو راهیسې له سترو خنډونو سره مخ دي، چې عمده سبب يې په دغې پرروژې کې د ایران لاسوهنې بلل کیږي.

په کابل کې د ایران سفارت چارواکو د هلمند د والي د ادعاو په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جدي په یوویشتمه د پخواني صدراعظم موسی شفیق په علمي سیمینار کې، د هلمند د سیند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران ترمنځ د لاسلیک شوي تړون پنځمې مادې ته په اشارې وویل "ایران د دغه تړون پر بنسټ کومه اندازه اوبه چې ورته منل شوي، د هلمند پر اوبو هیڅ ډول ادعا نه لري."

ولسمشر غني د دغه تړون پر عملي کولو ټینګار وکړ او هغه یې د افغانستان په ګټه وباله.