خامنه یي د کرونا سره د مبارزې لپاره د امریکا د مرستو وړاندیز رد کړ

ایت الله علي خامنه يي وايي هېواد یې د هرې ننګونې د کنترول ظرفیت لري

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي وايي د کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې له ایران سر د امریکا د مرستو وړاندیز یو نااشنا کار دی.

ښاغلي خامنه يي د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري ۳) په یوې تلویزونې وینا کې وویل چې امریکا په خپله د کروناویروس سره په مبارزه کې پاتې راغلې ده.

نوموړي ویل: "امریکا څو وارې وړاندیز وکړ چې له ایران سره د کروناویروس سره په مبارزه کې مرسته کوي... تاسو په خپله د دغه ویروس په تخلیق/خپرولو تورن یاست، نپوهیږم چې دا خبره به رښتیا وي که نه، خو دا نااشنا خبره ده چې تاسو له ایران سره مرسته کوی."

ښاغلي خامنه يي د امریکا د مرستو د دغه وړاندیز په اړه شک وښوده او وویل: "څوک څه پوهیږي که تاسو موږ ته داسې درمل راکړی چې د کرونایروس په ایران کې دایمي کړي. اسلامي رژیم د کروناویروس په ګډون هره ننګونه کنترولولی شي. "

ایران په منځني ختیځ کې لومړی هېواد دی چې د کروناویروس له کبله ډېر تلفات لري، تر دې دمه ۱۶۸۵ کسان یې مړه شوي او شاوخوا ۲۰۶۱۰ نور پرې اخته دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څو ورځې مخکې وویل چې د کرونا له کبله د ایرانیانو په تلفاتو خواشینی دی او هېواد یې چمتو دی چې په دغه سخت حالت کې له ایرانیانو سره مرسته وکړه.

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې تر هغه وروسته ترېنګلي شوې چې څو میاشتې مخکې امریکايي ځواکونو د بغداد هوايي اډې ته نژدې د ایران د قدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سلیماني وواژه او ایران یې په ځواب کې د امریکا په پوځي اډو بریدونه وکړل.