ایران له اوو کالو وروسته سعودي عربستان کې خپل سفارت پرانیست

ریاض کې د ایران سفارت

ایران د سه شنبې په ورځ جون شپږم (جوزا۱۶) په سعودي عربستان کې خپل سفارت پرانیست. دا سفارت د دواړو هیوادونو ترمنځ د چین د منځګړیتوب د هڅو په پایله کې پرانیستل شوی دی.

په سعودي عربستان کې د ایران سفارت د ریاض په دپلوماتیکه ساحه کې په خپل پخواني ځای کې په کويټ کې د ایران د پخواني سفیر علي رضا عنایتي په مشرۍ فعالیت پیل کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي رضا بیګدلي د دغه هیواد د بیرغ د پورته کولو په مناسبت په دغه سفارت کې جوړې شوې غونډې ته وویل:"مونږ دا ورځ د ایران اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان پادشاهي دولت ترمنځ د اړیکو په برخه کې د یوې مهمې ورځې په توګه ګڼو. د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري یو نوي عصر ته داخلیږي".

ایران او سعودي عربستان د روان کال د مارچ په میاشت کې د دواړو هیوادونو د سفارتونو په پرانیستلو او د اړیکو د بیا پیلولو په اړه موافقه کړې وه.

خو سعودي عربستان تراوسه په ایران کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو لپاره کومه ځانګړې نیټه نه ده اعلان کړې او هم یې تراوسه ایران لپاره خپل سفیر نه دی ټاکلی.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت وروسته له هغې، چې د ایران په پایتخت تهران کې یې سفارت او قونسګري او هم یې په مشهد کې قونسګري باندې اعتراض کوونکو بریدونه وکړل، تهران سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

په ایران کې د سعودي عربستان په دپلوماتیکو دفترونو باندې بریدونه وروسته له هغې وشو، چې ریاض یو مشهور شعیه دیني عالم شیخ نمر باقر النمر، په ۲۰۱۶ کال کې اعدام کړ.

د اوو کلنو د اړیکو د پرېکیدو وروسته دغو دوو سیمه ییزو سیالانو په حیرانونکي ډول په چین کې د سولې موافقه لاسلیک کړه.

په عین حال کې سعودي عربستان د سوریې سره، چې د ایران متحد هیواد ګڼل کیږي هم خپلې اړیکې بیرته ټینګې کړي دي او ټاکل شوې، چې په ریاض کې د دغه هیواد سفارت هم پرانیستل شي.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ دا دپلوماتیک پرمختګ په داسې حال کې رامنځ ته شوی، چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه دغه هیواد ته تللی دی.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ښه کیدل به ددې سبب شي، چې په ټوله سیمه کې مستقیمي او غیر مستقیمي وسله والې نیابتي نښتې کمې شي.

ددې سربیره ایران او سعودي عربستان په یمن کې د دوو رقیبو ډلو څخه ملاتړ کوي.