ایران: د کرمان یو ځانمرګی په افغانستان کې د داعش کمپ کې روزل شوی و

د ایران د کرمان په ښار کې په غبرګو ځانمرګي بریدونو کې چې د جنوري میاشتې په دریمې نیټې وشول، څه باندې ۹۰ کسان ووژل شول.

د ایران د استخباراتو وزارت وایي د دې هیواد د کرمان په ښار کې د جنورۍ میاشتې درېیمې نیټې یو ځانمرګی ۲۴ کلن بازیروف اسرائیلي نومیږي چې له برید څخه څو میاشتې مخکې د افغانستان په بدخشان کې د داعش – خراسان څانګې په یو کمپ کې روزنه تر لاسه کړې وه.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د روزنې تر لاسه کولو وروسته دې ځانمرګي برید کوونکي د قاچاقبرانو په مرستې ځان د سیستان بلوچستان ولایت ته رسولی و.

دا لومړی ځل دی چې د ایران د استخباراتو وزارت وایي د کرمان په ښار کې د تیرې اوونۍ د برید سرچینه په افغانستان کې وه.

د وزارت په اعلامی کې دا هم ویل شوي چې ایران په دې غور کوي چې له خپلو سرحدونو څخه د باندې هم په دغو جنایت کارانو باندې عدالت تطبیق کړي او دا کار خپل " حق او مسؤلیت " بولي.

په اعلامیې کې پرته له دې چې د افغانستان یا بل کوم هیواد نوم یاد شي ویل شوي چې د کرمان د بریدونو په تړاو ځیني کسان د "پولې بلې غاړې" کې پیژندل شوي او لټون یې روان دی.

د کرمان په ځانمرګي بریدونو کې چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یې د کولو ادعا کړې، څه باندې ۹۰ کسان ووژل شول چې پدې هیواد کې د اسلامي انقلاب راهیسې تر ټولو خونړي بریدونه و.

د ایران د استخباراتو وزارت په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د دویم ځانمرګي برید کوونکي پیژندګلوۍ په هکله یې هم معلومات تر لاسه کړي خو دا یې ندي ویلي چې آیا ده هم په افغانستان کې روزنه تر لاسه کړې وه که نه.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې چې د کرمان ځانمرګي بریدونو څخه څو ورځې وروسته وشوه، داعش د افغانستان او ایران ګډ دښمن وباله او دا یې هم وویل چې دا ډله سیمه بې ثباته کول غواړي.

د رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي امنیتي مسوولینو له قوله تیره اوونۍ ویلي و چې د ایران د کرمان په ښار کې بریدونه په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې له خوا پلان شوی وو.

خو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعاوې ردې کړي او ویلي دي چې داعش په افغانستان کې کوم مرکز نلري.

د ایران د کرمان په ښار کې د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه د روانې جنوري میاشتې په دریمې نیټې ځانمرګي بریدونه وشول چې داعش یې د کولو ادعا کړې وه.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په دغه بریدونو کې د لسګونو ایراني اوسیدونکو سربیره شاوخوا ۱۴ افغان کډوال هم وژل شوي او شاوخوا ۱۹ نور ټپیان شوي.

ایران د افغانستان د پنځه نورو ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو په تهران کې د افغانستان سفارت په ګډون یې په دغه هیواد کې د افغانستان د سیاسي استازولیو کې د طالبانو د حکومت له خوا ټاکل شوي دپلوماتان منلي دي.