ایران وايي که د ملګرو ملتونه څارنه ختمه نشي، اتومي تړون ته نه ګرځي

ویل کیږي د شپږو قدرتمنو هېوادونو مرکچیان له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون بېرته پلي کولو ته نږدې شوي دي. ددغه تړون له مخې، ایران خپل اتومي پروګرام محدودوي او په ځواب کې یې متحده ایالتونه او اروپا پر ایران باندې لګېدلي بندیزونه راکموي.

خو ددې تړون پر وړاندې لا تر اوسه یو لوی خنډ پروت دی.

د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون د احیا کولو موضوع د ایران پر پخوانیو نااعلان شویو اتومي فعالیتونو ولاړه ده. د ملګرو ملتونو څارونکو د ایران په درې تاسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو څرک لیدلی چې ځینې يې تر ۲۰۰۴ کاله رسیږي او وايي په دې اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

ایران وايي، د هر ډول تړون وړاندې لومړی باید د د ملګرو ملتونو د څارونکو دغې څېړنې ودرول شي.

د ملګرو ملتونو اتومي څارونکو بریتانوی سفیر، پیټر جنکینز وايي: "هغه دلیل چې زه فکر کوم دوی دا معلومول نه غواړي دا دی چې ممکن دا د دوی د شلو کلونو هغه ادعا دروغ ثابته کړي چې وايي هیڅکله یې د اتومي وسلو د جوړولو په اړه څیړنه نده کړې".

د ملګرو ملتونو اتومي څارنه د ایران د اتومي تړون په اړه له سیاسي مذاکراتو جلا ده.

د دیموکراسیو د دفاع بنسټ څېړونکی بهنام طالبلو وايي: "هغه څه چې ایرانیان یې اوس هڅه کوي په هوښیارۍ سره غواړي تخنیکي چارې د سیاسي مذاکراتو تر اغېز لاندې کړي او د ملګرو ملتونو د څارنې د بیا احیا کولو احتمال له امله رامینځته شوی حرکت او سیاسي اراده خنثی کړي. دا خورا روښانه ده چې که چیرې کوم دیپلوماتیک تړون رامینځته کیږي، د نړۍ د تر ټولو لوی د تروریزم تمویلوونکي دولت ته - چیرې چې نن ورځ ټول اعلان شوي اتومي تاسیسات نااعلان شوي بلل کیږي - اجازه ورکوي چې خپل د تیرو پروګرامونو بشپړ حساب ورکړي".

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې د ایران له اتومي تړون څخه ووت، ځکه چې هغه ویل، ایران د بالیسټیک توغندیو د پروګرام په بندولو او په سیمه کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ په ختمولو کې پاتې راغلی – خو تهران دا تورونه رد کړي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تیره اونۍ وویل چې نوی تړون به دا اندیښنې حل نکړي.

هغه وویل: "زه فکر کوم چې دا تړون، په همدې شرایطو چې نن ورځ وړاندې شوی، لاسلیک شي، تر هیڅ توافق غوره دی. موږ دا خبره درک کوو چې دا تړون ټولې ستونزې نه حل کوي".

تهران له تړون څخه د ټرمپ له وتلو وروسته د یورانیو غني کول زیات کړل، د راپورونو له مخې، ایران اوس نږدې شوی چې د اتومي وسلو جوړولو دپاره کافي مواد ولري.

د ملګرو ملتونو اتومي څارونکو بریتانوی سفیر وویل: "زه فکر کوم چې د ایران اتومي تړون احیا کول مهم دي ځکه چې په تړون کې د اتومي موادو د دوامداره څارنې شرایط ځای شوي دي".

د ایران اتومي تړون په ۲۰۳۱ کال کې پای ته رسیږي. طالبلو په هغه شکل چې اوس یې وړاندیز شوی، ددې تړون احیا کول ګټور نه بولي او وايي، "تاسو اساسا د ډیرو پیسو په مقابل کې لږ وخت رانیسئ".

واشنګټن وايي که د ایران اتومي تړون بیرته راژوندی کیږي نو ددغه تړون د وخت د اوږدولو په اړه به هم خبرې وشي.