ایران: د اتومي څار د پلټنو له ختمولو پرته اتومي تړون بې معنی دی 

د ایران ولسمشر د دوشنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي ۷) وویل چې د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون بیا راژوندي کول به بې معنی وي که د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره په هیواد کې د نا اعلان شویو ساحو په اړه تحقیقات پای ته ونه رسوي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تهران د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره د اروپایي ټولنې د «وروستي» سند په هکله د متحده ایالاتو غبرګون ارزوي.

متحده ایالات پدې اړه جدي دي چې تهران باید د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې سره په دریو نا اعلان شویو ساحو کې د مخکني کار په اړه د شک د لېرې کولو په خاطر همکاري وکړي.

ښاغلي رئیسي خبریالانو ته وویل: «په خبرو کې د پلټنې موضوع اساسي ده. د پلټنې ټول موضوعات باید حل شي...د څارنې د موضوع له حل پرته د تړون په اړه خبرې بې معنی دي.»

د فرانسې خبري اژانس وایي د رپوټونو له مخې ایران د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې غوښتي چې د تړون له پلي کولو دمخه دغه موضوع پای ته ورسوي، خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پتل د پنجشنبې په ورځ وویل: «مونږ باور نلرو چې ددغه موضوع او د اټومي تړون ترمنځ دې کوم ډول شرط موجود وي.»

ښاغلي پتل په ایران غږ وکړ چې د نا اعلان شویو ساحو په اړه د اتومي څار د نړیوالې ادارې پوښتنو ته دې ځواب ووایي.

د جون په میاشت کې د اتومي انرژۍ د څار د نړیوالې ادارې رئیسه هیت د ایران په دریو ساحو کې د غني کړای شویو یورانیمو مخکنیو اثارو د موندل کیدو په هکله د تهران د ځواب نه ویلو د غندنې لپاره یو پریکړه لیک تصویب کړی و.

د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو – بریتانیا، چین، فرانسه، جرمني، روسیه او امریکا -ترمنځ موافقه د ایران اسلامي جمهوریت ته پدې شرط د بندیزونو څځه د خلاصون اجازه ورکوي چې خپل د یورانیمو د غني کولو پروګرام محدود کړي.

د امریکا پخوانی جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې د ایران او د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ له اتومي تړون څخه په یو اړخیزه توګه ووت، خو په ۲۰۲۱ د سپینې ماڼۍ د واک ترلاسه کولو وروسته ولسمشر جو بایډن دغه تړون سره بریته یوځای کیدو ته لیوالتیا ښودلې ده.

د ایران ولسمشر نن دوشنبه دا هعم ویلي دي چې «اتومي وسلې زمونږ په دفاعي اوصولو کې ځای نه لری.»