ایران وایي د اتومي خبرو بیا پیل کیدو لپاره باید امریکا د تهران باور وګټي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سه شنبه جنوري ۲۸ ( سلواغې نهمه) ویلي چې د متحده ایالاتو د نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت که غواړي چې د دې هیواد اټومي چارو په هکله خبرې وکړي، لومړی باید د تهران اعتبار تر لاسه کاندي.

لا معلومه نده چې ښاغلي عراقچي دا تازه څرګندونې په کوم دلیل کړي خو ښاغلي ټرمپ د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي چې د ایران په اتومي تاسیساتو د برید کولو هیله نلري بلکې د موافقې کول یې غوښتي و.

عراقچي د بریتانیې سکای نیوز تلویزیون سره په مرکې چې یوه برخه یې په ټیلګرام کې خپره شوې، ویلي " وضعیت اوس بدل دی او د پخواني وخت په پرتله ډیر ستونزمن دی. مقابل لوری باید زمونږ د باور ګټلو لپاره ډیر څه وکړي".

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې ډونالډ ټرمپ څه باندې یوه اوونۍ کیږي د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس شوی او لا یې د ایران په ګډون د ځینو نړیوالو موضوعاتو په هکله بهرنۍ پالیسي په سمه توګه روښانه نده.

خو ټرمپ پخپلې لومړۍ دورې کې په ایران باندې د " حد اکثر فشا" ساتلو پالیسۍ درلوده، د ۲۰۲۵ کال نړیوال تړون څخه په یو اړخیزه توګه ووت او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امریکا د نوي حکومت څخه یې تر دې دمه یوازې "ښې خبرې" اوریدلي دي خو زیاتوي چې د اتومي پروګرام په هکله په خبرو کې د ایران بیا ورګډیدو لپاره باید ډیر نور څه وشي.

هغه نور جزیات ورنکړل چې د واشنګټن څخه څه غوښتنې لري.

ایراني چارواکي ویره لري چې ډونالډ ټرمپ ښایي د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته لا ډیر قوت ورکړي او د ایران په اتومي تاسیساتو بریدونه وکړي او د "اعظمي فشار" پالیسۍ له مخې د ایران د تیلو په صادراتو بندیزونه پراخه کاندي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر پدې مرکې کې خبردرای ورکړی چې که په اتومي تاسیساتو یې برید وشي، دوي به یې په سمدستي توګه قاطع ځواب ورکړي.

عراقچي دا هم وویل چې په اتومي تاسیساتو برید به یې "لیونتوب"وي او په ټولې سیمې کې به د ناورین سبب شي.

ایران په ظاهره توګه د خپل قوت ښودلو په نیت د ښاغلي ټرمپ تر جمهور رئیس کیدو وړاندې نظامي تمرینات وکړل او د ځمکې لاندې جوړه شوې د بحري ځواکونو اډه او توغندي یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ایران پوځ جنوري په ۱۸ مې د ځمکې لاندې د بحري ځواکونو د توغندیو اډه پداسې حال کې په ډاګه کړله چې ټاکل شوې وه دوه ورځې وروسته په متحده ایالاتو کې ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د جمهوري ریاست شي.

د ایران دولتي تلویزیون په راپور کې دا ندي ویل شوي چې دا هوایي اډه د دې هیواد په کوم ځای کې جوړه شوې.

په راپور کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لوی درستیز جنرال حسین سلامي لیدل کیږي چې د جنګي تمریناتو پر مهال پدې پټې هوایي اډې کې د توغندیو معاینه کوي.

جنرال سلامي ویلې د جنګي کښتیو لپاره دیته ورته نورې د ځمکې لاندې اډې هم جوړې شوي چې د لیرې واټن ویشتونکي توغندیو وارولو او لیرو ځایونو کې په جګړو کې برخې اخیستو وړتیا لري.