ایران د بلجیم یو خیریه کارکوونکی د جاسوسۍ په تور په ۱۲ کالونو بند محکوم کړ 

تصویر د دې پېښې نه دی، له ارشیف څخه اخیستل شوی

د ایران د حکومت د قضايي ځواک ویبسایټ «میزان» د راپور په اساس د دغه هېواد قضايي څانګې نن سه شنبه جنوري لسمه (مرغومې۲۰) د بلجیم یو خیریه کارکوونکی اولیویر واندیکاسټل د «جاسوسۍ» په تور په ۱۲ کالونو او شپږو میاشتو بند محکوم کړ.

دغه ۴۱ کلن سړی به همدغه راز ۷۴ درې هم وهل کېږي. د میزان ویبسایټ د معلوماتو په اساس نوموړي‌ ته د مختلفو تورونو سزاګانې ورکړل شوې خو د بند همدا موده به په زندان کې تېروي.

ایران د ۲۰۲۲ د فبروۍ په میاشت اولیویر واندیکاسټل ونیوه او د بلجیم حکومت وايي له هماغه راهېسې هغه په یو «غیر انساني» وضعیت کې دی.

نوموړی «د بهرنیو استخباراتو څانګو په ګټه د ایران د اسلامي جمهوریت په ضد په جاسوسۍ» تورن شوی و او بیا محکوم شو.

همدغه راز د «متحدو ایالتونو له غلیم حکومت سره د همکارۍ»، د «ناقانونه پېسو د سپینولو او په ناقانونه توګه د ۵۰۰زره امریکايي‌ ډالرو د انتقال په تورونو» هم محکوم شوی دی.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر هدجا لاهبیب په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «ایران د دغو تورونو او پرېکړې په اړه هېڅ رسمیي معلومات نه دي‌ وړاندې» کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې او د واندیسکاسټل پلویان وايي چې د هغه نیول د «ایران د یرغمل کولو» د تګلارې یوه برخه ده او هڅه کوي چې بلجیم اړ کړي د ترهګرۍ په تور توقیف شوی ایرانی دپلومات خوشې کړي.

دغه ایرانی دپلومات اسدالله اسدي ‌نومېږي او په ۲۰۲۱ کال کې په دې تورن شو چې په بلجیم کې په ۲۰۱۸ کې د ایران د تبعید شویو مخالفانو په یوې غونډې باندې یې د انفحار پلان ترتیبب کړی و.

دا پلان د اروپا د استخباراتي څانګې افشا کړ، اسدي په اترېش کې اوسېده او د چاودېدونکو توکو برابرونکی پېژندل شوی و چې بیا په ۲۰ کالونو بند محکوم شو.

د واندیکاسټیل کورنۍ د ډسمبر په میاشت کې وویل چې د دوی د معلوماتو په اساس هغه د نا معلومو تورونو په اساس په ایران کې په ۲۸ کالونو بند محکوم شوی دی. له دې پېښې وروسته د بلجیم حکومت له خپلو خلکو او ایراني‌ اصله بلجیمیانو هم وغو،ښتل چې له ایران څخه ووځي.

تېرکال د جولاۍ په میاشت کې ایران او بلجیم د بندیانو د تبادلې یو قرارداد لاسلیک کړ چې د واندیسکاستیل د خلاصون یوه لار بلل کېده. خو په بلجیم کې مېشتو تبعید شویو ایرانیانو په دې قرارداد انتقاد وکړ او وویل چې په اساس به یې اسدي خلاصېږي، د بلجیم محکمې بیا د قرارداد اجرا وځنډوله.