ایران د "سیمرغ" توغندی فضا ته ولیږه

د ایران "سیمرغ" سپوږمکۍ توغونکی راکټ

د ایران دولتي تلویزیون راپور خپور کړی چې ایران پنجشنبه( جولاۍ ۲۷) فضا ته د ستلایت یا سپوږمکیو د توغولو راکټ په بریالیتوب استولی.

دغه راکټ چې د "سیمرغ" په نامه یاد شوی د امام خمیني د فضایي چارو د مرکز د رسمي پرانستلو د مراسمو پر مهال وازمایل شو.

په رپوټ کې ویل شوي چې د "سیمرغ" سپوږمکۍ توغونکی راکټ کولای شي د ٢٥٠ کیلو گرامو په وزن ستلایت ٥٠٠ کیلومتره اوچت فضا ته ولیږدوي.

تهران د "سیمرغ" توغندي په ازمایلو سره د دوهم ځل لپاره فضا ته د ستلایتونو د استولو هڅه پیل کړې ده. لومړی ځل د ٢٠١٦ کال په اپریل کې تهران هڅه وکړه چې فضا ته یوه عملیاتي ستلایت واستوي، خو دغه هڅه یې ناکامه شوه.

ایران وایي فضایي پروگرام یې سوله ییز دی، خو غربي کارپوهان په دې پروگرام شک لري چې د هغوی په وینا ښایي د پوځي میزایلو د تولید لپاره به یوه بهانه وي.

په ٢٠١٣ میلادي کال کې ایران ویلي وو چې په بریالیتوب سره یې یوه بیزو فضا ته ولیږله او بیرته یې ژوندۍ راکښته کړه. دوی دا کار فضا ته د انسان د استولو لپاره لومړی گام بللی و. خو د هماغه کال په مارچ کې یو ایراني چارواکي وویل ددې هیواد فضایي ادارې د زیات لگښت په وجه فضا ته د انسان د استولو له پروژې صرف نظر کړی دی.

د رویترز اژانس ایران دغه نوی فضایي راکټ په داسې حال کې ازمایي چې د امریکا متحده ایالاتو، تهران او پیونگ یانگ د توغندیو د ازمایلو په چارو کې په هم آهنگۍ او همکارۍ تورن کړي دي.

د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا په ۲۲۳۱ قطعنامه کې له ایران غوښتل شوي چې د بالستیک میزایلو اړوند د هر هغه فعالیت نه ډډه وکړي چې اټومي کوپټرۍ لیږدولی شي.