د خامنه اي سلاکار: د اتومي بم د جوړولو وړتیا لرو

ایران تر دې وړاندې تل ویلي و چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي یو جګپوړي سلاکار یکشنبه جولای ۱۷ (چنګاښ۲۶) د الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې ایران په تخنیکي توګه ددې وړتیا لري چې اتومي بم جوړ کړي خو دا پریکړه یې لا نده کړې چې آیا دا بم جوړ کړي که نه.

کمال خرازي دا څرګندونې منځني ختیځ ته د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د سفر څخه یوازې یوه ورځ وروسته کړي. ښاغلي بایډن په سعودي عربستان او اسرائیل کې د رسمي سفرونو پر مهال هوډ څرګند کړی و چې ایران به پرې نږدي اتومي وسلې تر لاسه کاندي.

سره لدې چې ایران تل ویلي اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو د خامنه اي د دې جګپوړي سلاکار د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې ایران ښایي د اتومي وسلو د جوړولو لپاره لیوالتیا ولري.

ښاغلي خرازي پدې مرکې کې ویلي، " څو ورځې وړاندې وتوانیدو یوارنیم تر ۶۰ فیصدو غني کړو او کولی شو چې په آسانۍ یې تر ۹۰ فیصدو هم غني کړو. ایران تخنیکي امکانات لري چې اتومي بم جوړ کړي خو تر اوسه یې د جوړولو پریکړه نده کړې".

په ایران کې چارواکو جولای ۱۰ (چنګاښ۱۹) اعلان وکړ چې د فردو په اتومي بټۍ کې یې د پرمختللو سنټر فیوژونو څخه په کار اخیستو، تر شلو فیصدو پورې د یورانیمو غني کول پیل کړي.

ایران پداسې حال کې پدې اتومي بټۍ کې په دومره لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو خبر ورکړی چې د لویدیځو هیوادونو سره یې په اتومي موافقې جنجال لا ندی حل شوی.

د ایران د اتومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالواندي دولتي تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې تر شلو فیصدو پورې دا یورانیم د (IR-6) په نامه د پرمختللي سنټر فیوژونو د لارې غني شوي.

ښاغلي کمالواندي ویلي چې ایران ددې پرمختګ په هکله د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادراې ته دوه اوونۍ وړاندې خبر ورکړی.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

دا لومړی ځل ندی چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو خبره کوي. د دې هیواد د استخباراتو د ادارې مشر هم تیر کال ویلي چې د لویدیځو هیوادونو فشارونه ایران د اتومي وسلو جوړولو خوا ته ورټیل وهي، پداسې حال کې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي د ۲۰۰۰ کال په پیل کې په یوې فتوا کې د دې وسلو په جوړولو بندیز لګولی و.