ایران: د امریکا فشارونو ته نه تسلیمږو

د ایران د غني شویو یورانیمو کچه د اټمي تړون له حده اوښتې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د دوشنبې په ورځ (جولای اوله نېټه) په یوه وینا کې چې د ایران د دولتي تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریدله وویل چې ایران په تیرو وختونو او اوس مهال کې د فشار په وړاندې مقاومت کړی او دې مقاومت ته به دوام ورکړي.

ښاغلي ظریف زیاته کړه که چېرې د واشنګټن چارواکي د ایران درناوی وکړي، نو تهران به بالمثله ځواب ورکړي.

ښاغلي ظریف وویل "مونږ هیڅکله فشار نه منو، خو که څوک زمونږ درناوی کوي، نو په بدل کې به له درناوي څخه برخمن وي. مونږ به نړۍ دې ته مجبوره کړو چې له مونږ سره یوازې په درناوي خبري وکړي او هیڅ کله ایرانیان و نه ګواښوي."

د راپورونو له مخې د ایران د غني یورانیمو کچه له هغه حده اوښتې چې د نړۍ له قدرتونو سره د دې هېواد د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې تعین شوې وه.

د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف له قوله ویلي چې نن یې تأیید کړه چې دا کچه د ۳۰۰ کیلوګرامه حد څخه واوښتو.

تر دې مخکې د ایران نیمه دولتي خبري اژنس فارس د ځینو سرچینو په حواله ویلي وو چې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې مفتشینو غني شوي یورانیم تللي او تأیید کړې یې ده چې له ټاکلي حده زیات شوي دي.

دې ادارې چې د ایران د ژمنو پر عملي کېدو څارنه کوي، ويلي چې که دا مسئله تأیید شي، نوی رپوټ به برابر کړي.

واشنګټن چې له ایران سره له شوي اټمي تړونه وتلی او پر دې هېواد یې بېرته سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، تهران تورن کړي چې د اټمي وسلو د تولید لټه کوي، خو تهران دغه تورونه ردکړي او ویلي یې دي چې اټمي پروګرام یې د سوله ییزو هدفونو لپاره دی.

که څه هم د امریکا سنا مجلس د جمعې په ورځ (د جون ٢٨) په څرګند ډول د ایران پر خلاف پوځي اقدام تایید نه کړ، خو د ځینو هغو غړو هڅه یې رد کړه چې په ایران د حملې کولو لپاره د جمهور رییس صلاحیت محدود کړي.

ددغه پیشنهاد د پلویانو استدلال دا و چې دا کانګرس پورې اړه لري چې دغه ډول اقدامات تصویب کړي.

مخالفینو بیا دا یوه تیروتنه بولي چې تهران ته به زړورتیا وربښي.

اکثره جمهوري غوښتونکو ایران ته په ځواب ورکولو کې د ټرمپ زغم ستایي.

ولسمشر ترمپ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د غورځولو په ځواب کې یوه پوځي حمله لغوه کړه او پر ځای یې د تهران خلاف بندیزونه زیات کړل او په منځني ختیځ ته یې اضافي ځواکونه ولیږل.

خو دموکراتان ډاډه نه دي او د امریکا اندیښنه پرځای بولي.

کانګرس په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د پوځي اقدام اجازه ورکړې وه او تر یو کال وروسته یې د عراق د جګړې منظوري ورکړې وه.

له هغه وخت راهیسې کانګرس له زور څخه د استفادې کولو په اړه خپل صلاحیت کارولی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس ټرمپ د ایران خلاف د پوځي اقدام امکان رد کړی نه دی.