د ایران، سوریې او عراق ګډه اعلامیه: سوریه کې د یاغیانو پرمختګ ټولې سیمې ته خطر پیښوي

د ایران ، عراق او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو جمعه ډسمبر شپږمه ( لیندۍ ۱۶) په یوې ګډې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې په سوریې کې د بشارالاسد حکومت پر ضد د یاغیانو پرمختګ ټولې سیمې ته خطر پیښوي.

د دې دریو واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وروسته تر هغه د عراق په پایتخت بغداد کې غونډه وکړله چې په سوریه کې یاغیانو چې مشري یې حیات تحریر الشام ډله کوي، د حلب ښار ګڼې برخې ونیولې او د حمص ښار په لور د خوځیدو نیت یې څرګند کړ.

په ګډې اعلامیې کې راغلي " د جګړې تشدید د مخنیوي لپاره د همغږۍ، همکارۍ او دیپلوماتیکې حل څخه پرته بل ښه بدیل نشته".

په اعلامیې کې د عربي، سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې په سوریه کې د ستونزې حل لپاره دې په ګډه اقدام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې هیواد یې د کورنۍ جګړې پیل راهیسې د بشارالاسد د حکومت یو تر ټولو نږدې ملاتړی دی، یو ځل بیا یې د ښاغلي اسد حکومت ته ډاډ ورکړی چې د یاغیانو سره د مبارزې کولو لپاره دا هیواد هر ډول مرستو ته چمتو دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین بیا ویلي چې امنیتي ځواکونه یې د تیار سي په حال کې دي.

دا ملاقات داسې مهال شوی چې ټاکل شوې چې د ایران او روسیې استازې په همدې روانې اوونۍ کې د قطر په پایتخت دوحې کې د سوریې د حکومت هغو وسله والو مخالفینو سره د خبرو لپاره کښیني چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده.


بل پلو د سوریې د حمس په ښار کې هغو سیمو باندې چې د یاغیانو په لاس کې دي، د جمعې په روځ د سوریې او روسیې هوایي ځواکونو بمبارۍ کړي.

د بشري حقونو څار اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو په سوریې کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، ویلي چې پدې بمباریو کې لږ تر لږه ۲۰ عام خلک وژل شوي چې پنځه یې ماشومان و.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې په هوایي بریدونو کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شویدي.

یاغیان د حلب او حما د ښارونو له نیولو وروسته د جمعې په ورځ ددغه هېواد حمص ښار ته نږدې شول او ویلي یې دي چې هدف یې د ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ نسکورول دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار د ادارې مشر رامي عبدالرحمن وویل، چې "حیات تحریر الشام او متحدې ډلې یې د حمص پنځه کیلومترۍ ته رسېدلي" او د رستن او تلبیسه ښارګوټي یې نیولي دي.

حمص د حما ښار جنوب لور ته پروت دی. یاغیانو د پنجشنبې په ورځ د حما ښار ونیو او څو ورځې وړاندې یې د سوریې دوهم ستر ښار حلب نیولی و.

د یاغیانو پوځي مشر حسن عبدالغني د جمعې په ورځ په ټلیګرام باندې په یو بیان کې وویل چې ځواکونه یې د حمص په لور وړاندې تګ ته دوام ورکوي.

حسن عبدالغني ویلي چې "سلګونه" جنګیالي چې کلونه وړاندې د حکومت لاس ته د حمص د لوېدو له کبله له دغه ښار څخه وتلو ته اړ شوي وو، "د دوی په ښار باندې د بشارالاسد د تیري د مخنیوي لپاره" بیرته راستانه شوي دي.

د ۲۰۱۱ په مارچ کې په سوریه کې د حکومت ضد پاڅون وروسته په حمص کې پراخې مظاهرې وشوې او له همدې کبله د "انقلاب پلازمینه" بلل کیده.