د سوریې په اړه د غونډه -متحدین په روسیه او مخالفین سعودي کې

مسکو، تهران او انقرې د سوریې د کړکیچ د حل لپاره نوی وړاندیز کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د روسیې په تفریحي ښار سوچي کې د دې غونډې کوربه و، وویل د سوریې د خلکو برخه لیک باید د سوریې خلک وټاکي چې پکې هم د سوریې د حکومت پلویان او اپوزیسیون شامل دي.

د روسیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ (نومبر ٢٢) د روسیې په سوچي ښار کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر خبرو وروسته وویل چې درې واړه هیوادونه د سوریې د خلکو د کنگرې په جوړولو موافقه کړې ده.

ښاغلي پوتین زیاته کړه: "مونږ پلان لرو چې بیلابیلې سیاسي ډلې، کورني او بهرني اپوزیسیون، قومي او مذهبي ډلې د خبرو اترو میز ته راټول کړو. دغه کنگره به د سوریې د ملي اجندا په مهمو مسلو باندې غور وکړي چې د راتلونکې حکومت او د نوې اساسي قانون په جوړولو او ددغه قانون په اساس او ملگرو ملتونو تر څارلاندې د انتخاباتو سره تړلي دي"

دا غونډه په داسې حال کې په روسیې کې جوړه شوه چې دوه ورځې مخکې د سوریې ولسمشر د دوو کلونو وروسته روسیې ته سفر وکړ او له ولسمشر پوتین سره یې وکتل.

روسیه او ایران د سوریې په کړکیج کې د ولسمشر بشار الاسد ملاتړ کوي، خو ترکیه او متحده ایالات بیا د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې د بشار الاسد د حکومت پر ضد جنګېږي.

ولسمشر روحاني وویل د درېو هیوادنو ستراتیژي د همکارۍ او دوستۍ په بڼسټ ولاړه ده نه د سیالۍ او دښمنۍ په بڼسټ.

تر اوسه دا څرګنده نه‌ ده چې د روسیې په سوچي کې روانې خبرې د سولې له نورو خبرو سره به څه توپیر ولري.

خو په ورته وخت کې د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې د سوریې د حکومت اپوزسیوزن، سوریې ته د ملگرو ملتونو د خاص استازي ستفن دیمستورا په گډون غونډه وکړه.

د سوریې د حکومت مخالفینو ویې‌ویل چې د هرې بلې انتقالي دورې تر راتګ مخکې باید بشارالاسد له واکه لیرې شي.