د ایران د کرج په اټومي‌ مرکز کې د نویو کمرو په لګولو توافق وشو

ایران او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل د ایران په کرج کې یې د سانټرو فیژونو د تولید په اټومي مرکز کې د امنیتي کمرو په نوې کولو توافق کړی دی.

دغه هوکړه په داسې حال کې کیږي چې غربي قوتونو خبرداری ورکړی له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د احیا کولو لپاره وخت ضایع کیږي.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د هغو دستګاو د بدلولو په هڅه کې وو چې ایران وایي د جون په برید کې زیانمنې شوې او اسرائیل په دغه برید کې پړ ګڼي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس په بیانیه کې دا یو مهم پرمختګ بلل شوی او څرګنده شوې یاد آژانس به د هغه قرار داد له مخې چې د ډسمبر په ۱۵ نیټه د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر رافائل ماریانو ګروسي او د ایران د اټومي‌ انرژۍ د مشر محمد اسلامي ترمنځ لاسلیک شو ، ډیر ژر د ایران د کرج د سنټرفیوژونو د تولید په مرکز کې نوې امنیتي کمرې ولګوي.

په بیانیه کې ویل شوي دواړه لوري به د پاتې مشکلاتو د هواري په هدف خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ایران د روان کال په پیل کې د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد له هوکړې خلاف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس یو شمیر څارونکو فعالیتونه محدود کړل.

تهران وروسته له هغه دغه پریکړه وکړه چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول له دغه قرار داد څخه ووتلله او په تهران یې سخت بندیزونه ولګول.

د نور په نامه د ایران حکومت ته یوې نږدې رسنۍ ویلي دي چې" ایران د ښه نیت د ښکاره کولو په هدف د اټومي‌ انرژۍ نړیوال آژانس ته اجازه ورکوي چې د زیانمنو شویو کمرو په ځای نوی کمرې ولګوي کومې چې د کرج د اټومي انرژۍ د مرکز په وړاندې د ناوړه عملیاتو په ترځ کې زیانمنې شوې دي."

ایران خپل سیال اسرائیل تورنوي چې د جون په ۲۳ نیټه د کرج پر اټومي‌ بټۍ په برید کې لاس لري.

د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ خبري اترې د تیرې اوونۍ په پنجشنبې د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د احیا کیدو په هدف پیل شوې.

په دې قرار داد کې ایران د بندیزونو د کمیدو په بدل کې د اټومي‌ انرژۍ د نړیوال اژانس تر څار لاندې د خپلو اټومي قابلیتونو د کمیدو تعهد کړی دی.

خو د بریټانیا، فرانسې او جرمني دیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ وویل چې له ایران سره په خبرو کې تر اوسه واقعي پرمختګ ندی شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ د اروپايي ټولنې بیانې ته په اشارې سره وویل که د ویانا خبري ناکامه شوي، واشنګټن په بدلیدو لارو چارو غور کوي.

خو د ایران حکومت یوه ویاند په همدې ورځ وویل که غربي هیوادونه د بندیزونو د لیرې کیدو په اړه جدي وي او ګواښ بند کړي کیدای شي قرار داد ډیر ژر ترلاسه شي.

ایران وایي یوازې غواړي‌ د غیر نظامي اهدافو لپاره یورانیم تولید کړي خو غربي هیوادونه په دې باور دي چې د هغه هیواد د یورانیمو د غلظت کچه لوړه ده او کیدای شي د اټومي‌ بم د تولید لپاره وکارول شي.