امریکا: ایران وسله والو او ترهګرو ډلو ته د کال یو میلیارد ډالر ورکوي

د امریکا حکومت رسماً د حزب الله د رهبر زوی جواد نصرالله او د المجاهدین ډله د نړېوالو ترهګرو په لیست کې شامله کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې لبنان مېشته د حزب الله ډله د ایران په ملاتړ هر وخت د منځني ختیځ ثبات ګواښي.

امریکاد اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ له خونړۍ نښتې وروسته، د حزب الله پر غړو د نویو بندیزونو اعلان وکړ. وسله والو له غزې د اسرائیلو په طرف سلګونه راکټونه وویشتل، لږترلږه یو کس یې وواژه او ګڼ خلک یې زخمیان کړل.

د اسرائیلو په بمباریو کې بیا ۷ فلسطینیان وژل شوي او د حماس ډلې ګڼې ودانۍ ویجاړې شوي دي. اوس دواړو خواوو پر اوربند سلا کړې ده.

اسرائیلیان له اوربند راضي نه دي او د وسله والو ډلو د ځپلو مطالبه کوي. خو فلسطینیان له اوربند خوښ دي او دا معامله د حماس ډلې بریا بولي.

ددغه اوربند په اعتراض کې د اسرائیلو د دفاع وزیر اویکدور لیبرمن نن له خپلې دندې استعفا وکړه.

امریکا ایران تورن کړی چې په سیمه کې یاغیانو ته وسلې، روزنه او مالي امکانات برابروي.

پر ایران تور پورې دی چې په افغانستان کې له ځېنو ډلو او طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې مشر نتن سیلز وایې چې "ایران د لبنان پر حزب الله ډلې د کال ۷۰۰ میلیونه ډالر مصرفوي."

د سېلز په وینا له بیلابیلو وسله والو ډلو سره د ایران مرستې په"کال کې نږدې یو مېلیارد ډالرو ته رسېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې که څوک ورته د حماس د یو او د حزب الله د دوو رهبرانو د ځای ځايکي په هکله معلومات ورکړل، پنځه مېلیونه ډالر انعام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال، مایکل ایانوف د معلوماتو له مخې د حماس دغه رهبر صالح الروري نومېږي او د سیاسي بیرو مرستیال دی.

باور دادی چې الروري په لبنان کې اوسېږي. امریکا د حزب الله پر دوو غړو، خلیل یوسف حرب او هیتم علي طباطبي هم انعامونه اېښي دي.

په عین وخت کې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت پرون په عراق کې د فعالیتونو له کبله د حزب د ډلې څلور غړي د ترهګرو په لیست کې شامل کړل.