ټرمپ: د ایران سره د کړکیچ په کمولو کې پرمختگ شوی

ټرمپ وایي امریکا په ایران کې د رژیم د بدلون هڅه نه ‌کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ (جولای ١٦) ووېل چې د دوی هدف د ایران د رژیم بدلون نه دی بلکې غواړي چې اتمي وسلو ته د ایران د لاس رسی مخه ونیسي.

ایران وایي په دې شرط امریکایي چارواکو سره خبرو ته تیار دی که امریکا بیرته د ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتمي معامله رعایت کړي چې ولسمشر ترمپ تیرکال ورنه ووت.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران سره د ترینګلتیا د پای ته رسېدو لپاره ډېر پرمختګ شوی دی.

امریکایي چارواکي وایي پر ایران لگول شوي بندیزونه اغیزمن ثابت شوي ځکه ایران د واشنگتن سره خبرو ته لیوالتیا ښودلې خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې د ملگرو ملتونو غونډې ته نیویارک ته راغلی وایي ایران به یوازې هغه مهال د خپلو توغندیو پر پروګرام خبرې وکړي چې امریکا سعودي عربستان او متحد عربي اماراتو ته د وسلو ورکول بند کړي.

د ایران په وړاندې کلک اقتصادي بندیزونه د امریکا اروپایي ملگري دې ته اړ کړل چې د ایران سره معاملې کمې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سې شنبې په ورځ وویل چې د اتمي معاملې په اړه د ایران خبرو اترو ته د چمتو کولو په هدف لگول شوي بندیزونه اغیزمن و.

ایران دبندیزونو په ځواب کې د ۲۰۱۵ کال د معاملې څخه د سرغړونو اعلان وکړ. د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یي ویلي که اروپايي هېوادونه پر ایران د امریکا د بندیزونو د اغېز په کمولو کې مرسته ونه کړي دوی به د دې تړون ځینې نورې برخې هم وځنډوي.

ایراني مشران وایي هغوی د واشنگتن سره خبرو اترو ته تیار دي که چېرې امریکا د ۲۰۱۵ کال د معاملې په اساس بندیزونه لرې کړي. امریکا د سې شنبې په ورځ وویل چې ایران تل د ددوی د خبرو اترو د وړاندیز په ځواب کې پاروونکې اعمال کړې دي.

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ د کابینې غونډې ته وویل چې داسې معامله غواړي چې د ایران د اتمي وسلو د جوړولو او په سیمه کې د مداخلې مخه ونیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړه: "موږ غواړو له دوی (ایران) سره مرسته وکړو، ورسره به ښه اوسو، کار به ورسره وکړو، خو دوی اټمي وسله نه ‌شي لرلی."

ولسمشر ترمپ همدارنګه زیاته کړه چې امریکا په ایران کې د رژیم د بدلون هڅه هم نه ‌کوي.

د امریکا د دفاع وزارت لپاره د ترمپ له خوا نومول شوی کس، مارک اسپر هم ویلي چې امریکا د ایران سره د جگړې په لټه کې ندی او غواړي دا مسله د دیپلوماتیکې لارې حل کړي.

د ولسمشر ترمپ حکومت په تیر یو کال کې پر ایران ډیر فشارونه اچولي دي او ویلي چې ایران باید د یو عادي هیواد په څیر چلند وکړي، د اتمي وسلو له جوړولو، د بالسیتک توغندي د ازموینو او په سیمه کې د ترهگرۍ د خپرولو لاس واخلي، خو ایران وایي چې د توغندیو سیستم یې د دفاعي اهدافو او اتمي پروگرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی.