امریکا وايي د اتومي تړون برخلیک د ایران په لاس کې دی 

د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیېم خبرې بیا پیل کیږي

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اتومي تړون ته د ورګرځېدو لپاره غیر مستقیمې خبرې بیا پیلیږي، امریکایي چارواکو داسې اشارې ورکړي چې ایران باید له امریکا څخه د ډېرو امتیازاتو غوښتونکی نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي‌ چارواکي وویل چې امریکا د ۲۰۱۵ اتومي‌ تړون کې د بیا شاملېدو لپاره یو لړ امتیازات ټاکلي دي.‌

دغه چارواکي، چې یو تنظیم شوي خبري کنفرانس ته معلومات ورکول او نه یې غوښتل نوم یې خپور شي،‌ وویل چې د تړون کامیابي او ناکامي د ایران په لاس کې ده چې د دغو امتیازاتو د منلو او تړون ته د بیا ورګرځېدو لپاره سیاسي پرېکړه وکړي.

نوموړي تېره ورځ مۍ ۶ (غوايي ۱۶) خبریالانو ته دا معلومات ورکړل.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په ویانا کې د ایران او امریکا ترمنځ د دغه تړون په اړه د غیر مستقیمو خبرو څلورم پړاو بیا پیل شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اوکراین کې ویلي دي: « موږ نپوهېږو چې ایران چمتو دی چې د اتومي‌ تړون مطابق ضروري پرېکړې وکړي که نه. له بده مرغه دوی اوس هم د خپل (اتومي پروګرام) د خطرناکو برخو د بیا پیلولو لپاره، چې تړون بند کړي وو، اقدامات کوي.»

ایران اتومي تړون ته د بیا ورګرځېدو لپاره د امریکا له لوري د ټولو بندیزونو لېرې کول غواړي. ایراني چارواکي وايي امریکا اغیزناک وړاندیزونه کړي خو کافي نه دي.‌ ایراني چارواکي نه وايي چې امریکا څه ډول وړاندیزونه کړي دي.

د ایران، امریکا او نړۍ د زبو ځواکو هېوادونو ترمنځ‌ په ۲۰۱۵ کې دا اتومي تړون لاسلیک شو.

د تړون په اساس به ایران خپل اتومي پروګرام بندوي او په بدل کې به ورباندې نړیوال بندیزونه لېرې کیږي.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه ووت او وویل چې په تړون کې خلاوې شته او ایران ډېره ګټه کوي.