لبنان کې چاودنې؛ ایران ګواښ وکړ چې اسرائیل به ځپونکي ځواب سره مخامخ شی

د ایران سپاه پاسداران د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (سنبله۲۹) په لبنان کې له چاودنو وروسته چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او زرګونه ژوبل شول، وویل چې اسرائیل به د مقاوت جبهي له ځپونکي ځواب سره مخامخ شي.

په لبنان کې په مخابرو او مخابراتي دستګاو کې په تېرو دوو پرلپسې ورځو کې په چاودنو کې ۳۷ تنه ووژل شول او نژدې ۳۰۰۰ ژوبل شول. اسرائيل لا د دغو چاودنوپه اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو ویلي دي ‌چې د جګړې لمنه به لبنان ته پراخه غړي.

د ایران د سپاه پاسداران قومندان حسین سلامي د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ته په یو پیغام کې ویلي دي چې په لبنان کې دا چاودنې د «صهیونیستي رژیم کار و او ژر به د مقاومت جبهي له ځپونکي ځواب» سره مخامخ شي.

د مقاومت جبهه په منځني ختیځ کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې هغه وسله والې ډلې دي، چې حزب الله، حوثي یاغیان او په عراق کې وسله وال شیعه ګروپونه په کې شامل دي.

ایران د اپریل په میاشت کې په لبنان کې د هغې چاودنې په ځواب کې، چې د ایران د سفارت یو استازی، د سپاه پاسداران دوه جنرالان او پنځه غړي ووژل شول، په اسرائيل باندې د سلګونو میزایلو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، چې اکثریت یې د اسرائيل د دافع هوايي سیستم خنثی کړل.

تېره ورځ سپینې ماڼۍ په منځني ختیځ ټولو دخېلو غاړو ته د شخړې زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (سنبله۲۸) خبریالانو ته وویل: «موږ لا هم نه غواړو چې د شخړو زیاتېدل ووینو. موږ په دې باور نه یو چې د دغه بحران، چې موږ په کې یو، د حل لاره نور پوځي عملیات وي.»

لبنان حزب الله اسرائیل تورن کړی چې دا کارونه یې کړي دي.

حزب الله وویل چې د دغو چاودنو په ځواب کې یې د اسرائیل په توپخانو باندې یې راکټونه توغولي. یو امنیتي مقام ویلي دي چې حزب الله پنځه میاشتې مخکې مخابراتي او د پیغامونو د انتقال دستګاوې اخیستې.

په دغه مطلب کې د فرانس پرس د راپور له معلوماتو څخه استفاده شوې.