ایران د اسرائیل پر ضد د "مخنیونکي اقدام" خبرداری ورکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبردرای ورکړی و که اسرائیل په غزې بمباري بنده نکړي، دا جګړه به د منځني ختیځ نورو هیوادونو ته پراخه شي.

پداسې حال کې چې اسرائیل د غزې په تړانګې د ځمکې د لارې یرغل لپاره چمتوالی نیسي ایران دوشنبه اکټوبر ۱۶ (تلې ۲۴) د اسرائیل پر ضد د ممکنه مخنیونکي اقدام خبردرای ورکړی.

ایران په پرله پسې توګه خبردرای ورکوي که اسرائیل د ځمکې د لارې د غزې په تړانګې یرغل وکړي، د نورو جبهو لخوا د ځواب ویلو سره به مخ شي او دا ویره یې پیدا کړې چې ښایي د اسرائیل – حماس تر منځ دا جګړه نورو هیوادونو ته هم خپره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان د دولتي تلویزیون سره په مرکې کې د شنبې په ورځ د حزب الله د مشر حسن نصرالله سره د ملاقات په هکله وویل، " د دفاعي محور لخوا د مخنیونکي اقدام توقع په راتلونکو څو ساعتونو کې کیدی شي".

ایران دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و که اسرائیل په غزې بمباري بنده نکړي، خطر شته چې دا جګړه به د منځني ختیځ نورو هیوادنو ته هم خپره شي خو لا یې جزیات ندي ورکړي چې کوم هیوادونه یا ډلې پدې جګړې کې د راګډیدو علاقه لري.
ښاغلي عبداللهایان پدې مرکې کې وویل چې د مقاومت مشران به اسرائیل پرې نږدي چې په غزې کې هر څه چې زړه یې وي، وکړي.
هغه زیاته کړه، "که نن د غزې دفاع ونکړو، سبا به پخپلو هیوادونو کې فاسفورس بمونو په مقابل کې د ماشومانو د روغتونونو دفاع کوو".

سره لدې چې ایران پر اسرائیل د حماس برید ستایلی خو په عین حال کې پدې ټینګار کوي چې دوي پکې لاس نلري.

حماس د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې یو پراخ برید وکړ، چې په پایله کې یې د بهرنیو اتباعو په ګډون لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل شول.

اسرائیل هم په یو غچ اخیستونکي اقدام کې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړل چې تر اوسه د غزې په شمال کې پدې بریدونو کې ۲۷۵۰ کسان وژل شوي دي. په بریدونو کې تر اوو زرو زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

غزې ته د سرتیرو استولو پر سر په اسرائیل وار د مخه خبرداري ډیر شوي. د بشري مرستو ادارو خبرداری ورکړی چې دا کار به د بشري ناورین سبب شي او دا ویره هم شته چې جګړه به نورو سیمو ته خپره شي.

اسرائیل چې د حماس ډلې پرې د اکټوبر په اوومه بریدونه وکړل، د غچ اخیستو لپاره یې په غزې هوایي بمبارۍ کړې، د حماس پر ضد یې په رسمي توګه د جګړې اعلان کړی او هم یې د غزې په شمال کې څه باندې یو میلیون وګړو ته خبرداری ورکړی چې باید خپل کورونه پریږدي او جنوب ته کډه شي.

امریکا هم د اسرائیل لخوا د غزې تړانګې قبضه کولو سره مخالفت څرګند کړی. د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیره ورځ وویل چې د غزې تړانګې قبضې کولو لپاره د اسرائیل هر ډول هڅه به "غټه اشتباه" وي.

اسرائیل د لومړي ځل لپاره غزه د ۱۹۶۷ کال په جګړې کې قبضه کړله او په ۲۰۰۵ کال کې یې په بشپړه توګه بیرته فلسطین ته ورکړله.

خو یو کال وروسته اسرائیل پدې تړانګې چې ۳۶۲ کیلو متره مربع مساحت لري، د ځمکې، هوا او بحر د لارې کلابندي ولګوله او په ۲۰۰۷ کال کې دا قبضه وروسته تر هغه لا سخته کړه چې دغزې کنټرول د فتح ګوند څخه د حماس ډلې ته په لاس ورغی.

د غزې تړانګه د مصر او مدیترانې سمندرګي سره ګډه پوله لري.