ابراهیم رئیسي: ایران به هر راز برید ته په کلکه ځواب ورکړي  

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د هرمزګان په جنوبي‌ ولایت کې خلکو ته وینا په حال کې

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د جمعې په ورځ، د فبرورۍ دویمه (سلواغې ۱۳مه) خبرداری ورکړ چې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې باندې د برید په ځواب کې د امریکا لخوا هر ډول احتمالي برید ته به تهران کلک ځواب ووايي.

رئیسي د ایران له جنوبي ولایت هرمزګان څخه د لیدنې پر مهال وویل: "موږ څو څو ځله ویلي دي چې موږ به د هیڅ ډول جګړې پیلوونکې نه اوسوو، خو که کوم هیواد او یا کوم زورواکي وغواړي..... نو د ایران اسلامي جمهوریت به ورته کلک ځواب ورکړي. "

د ایران ولسمشر زیاته کړه: "د ایران اسلامی جمهوریت پوځی ځواک په سیمه کې د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه دی، بلکې، زمونږ دغه پوځی ځواکمنتیا په سیمه کې امنیت رامنځته کوی او د سیمې هیوادونه کولای شی د ایران اسلامي جمهوریت پر دغه ځواک تکیه او باور ولري."

ښاغلي رئیسي بې له دې چې د امریکا نوم واخلي، وویل: "نن سبا دښمن زموږ پر وړاندې د کوم اقدام د ترسره کولو جوګه نه دی، ځکه دوی پوهیږي چې زموږ ځواکونه غښتلي او پیاوړي دي."

د تېر کال د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیل وروسته، دا لومړی ځل دی چې امریکايي پوځیان د تېرې یکشنبې په ورځ د وسله والواورپکو په بریدونو کې وژل کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سوریې پولې ته نژدې د اردن په شمال ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دریو امریکايي سرتیرو د وژل کېدو پړه د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسله والو ډلو پر غاړه اچولې ده.

بایډن چې د دې برید په اړه د پرېکنده ځواب ویلو په اړه تر فشار لاندې دی، د جنورۍ په ۳۰مه وویل، چې په اردن کې پر مېشتو امریکايي پوځیانو د ایراني ملاتړو ملېشو بریدونو د ځواب ویلو په اړه یې پریکړه کړې ده، خو د وخت او زمان په اړه یې نور جزیات ورنکړل. ولسمشر بایډن همداراز زیاته کړه چې هغه په منځني ختیځ کې د شخړو د پراخولو په لټه کې نه دی.

بلخوا سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړ چې د دې برید په ځواب کې ښایې "ګن شمېر اقدامات" ترسره شي.

ایران په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو له بریدونو سره هر ډول تړاو رد کړی او ویلي یې دي چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخولو په لټه کې نه دی.

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ له جګړې وروسته په منځني ختیځ کې کړکېچ زور اخیستې دی.‌ په دې جګړې کې په سوریې، عراق، لبنان او یمن کې د ایران ملاتړې ډلې هم ښکیل شوي دي.

له دې مخکې د ایران اسلامي جمهوریت ویلي وو چې د هغه څه ملاتړ کوي چې تهران یې په سیمه کې له مقاومتي ډلو څخه خپل مکلفیت بولي، خو په ورته وخت کې یې ټینګار کړی چې دغه ډلې په خپلو پرېکړو او کړنو کې خپلواک دي.

د دغه راپور په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري آژانس راپور کارول شوی دی.