د ایران د سینما ښځینه کارکوونکو په فلمي صنعت کې جنسي زور زیاتی وغنده 

ایرانۍ ډایرکټره شیرین نشاط چې په ۲۰۰۹ کې یې د ایټالیا د وینس په فستیوال کې د ښه ډایرکټرې جایزه ترلاسه کړه

د ایران د فلم د صنعت څه دپاسه ۲۵۰ښځینه کارکوونکو په یوې اعلامیه کې پدې صنعت کې "سیستماتیکې" جنسي ځورونې غندلي او ددې کار د پلټلو لپاره یې د یوې کمیټې د ټاکلو غوښتنه کړې ده.

دوی ادعا کړې ده چې د ایران د سینما په صنعت کې واکمن کسان د خپل موقف نه په ناوړه استفادې شهرت لري چې «سرزوري، تهدید، سپکاوی او پر ښځو تیری» وکړي.

په اعلامیه کې چې یو شمیر مشهورو ایراني ښځینه فلمي هنرمندانو، د فلم ډایرکټرانو او پرودیوسرانو لاس لیک کړې راغلي چې «د تاوتریخوالي دغه اعمال سیستماتیک دي».

اعلامیه وایي: «مونږ د کار په ځای کې هر ډول جنسي ځورونې او تاوتریخوالی غندو او د ددې کار د پای ته رسولو لپاره د تیري کوونکو سره د جدي قانوني چلند غوښتنه کوو.»

د ایران سینما پداسې حال کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پیژندل شوی چې ددې هیواد فلمونه په فلمي فستیوالونو کې ښودل کیږي او نړیوالې جایزې یې هم ګټلې دي.

د هغو کسانو په ډله کې چې دغه اعلامیه یې لاسلیک کړې ترانه علي دوستي چې په ۲۰۱۶ کې د اوسکار جایزې ګټونکي فلم «خرڅونکی» کې یې عمده رول لوبولی او همداشان پوران درخشنده، پریناز ایزدیار، نیکي کریمي او هدیه تهراني شاملې دي.

دغه مشهورې هنرمندانې د یوې ناپیلې کمیټې جوړیدل غواړي چې اکثریت یې ښځې اوسي تر څو د دوی په وینا «د جنسي او په جنسیت ولاړ تاوتریخوالي مسله وارزوي» او د سرغړونو رپوټونه وڅیړي.

دغه اعلامیه د جمعې په ورځ په ایراني رسنیو کې خپره شوې ده.

د یکشنبې په ورځ د ایران د بشري حقونو د شورا مشر کاظم غریب آبادي د ایران د سینما په صنعت کې د ښځو د ملاتړ او ساتنې غږ وکړ.

د ایران د اسنا خبري اژانس په وینا ښاغلي غریب آبادي ویلي چې: «د ښځو ملاتړ باید وشي او د هنر په ساحه کې یې حفاظت وشي».