وروسته له هغې چې د ایران سپاه پاسدارانومنله چې اوکراینۍ ملکي الوتکه یې په سهوه ویشتلې او غورځولې ده، ددې هیواد په څو ښارونو کې مظاهرې وشوې.
د اوکراینۍ الوتکې د غورځېدو په پیښه کې ۱۷۶ تنه ووژل شول.
په تهران کې د شریف پوهنتون محصلینو شعار ورکاوه چې "ټولپوښتنه زمونږ د خلکو ژغورنه ده".
Your browser doesn’t support HTML5
په تهران کې د شریف پوهنتون د محصلینو اعتراضونه
اعتراضونه یواځې په تهران کې نه بلکه د رشت په ښار کې هم خلک لارو کوڅو ته راوتلي وو او آیت الله علي خامنه یي او د هغه متحدینو ته یې "بی شرم" خطاب کاوه.
Your browser doesn’t support HTML5
په رشت ښار کې هم خلک لارو کوڅو راوتلي
د بلوا ضد پولیس د امیر کبیر د پوهنتون په شاوخوا کې اعتراض کوونکي څاري.
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوا ضد پولیس د امیر کبیر د پوهنتون په شاوخوا کې
د مظاهرو ویدیوگانې دغه پوهنتون ته نژدې یو شمیر اعتراض کوونکي ښکاره کوي چې "دکتاتوري مرده باد" شعارونه ورکوي او آیت الله خامنهیي ته د "خاین" خطاب کوي.
Your browser doesn’t support HTML5
پر اعتراض کوونکو اوښکې بهونکی گاز استعمال شو
یوه بله ویدیو چې فلم جوړونکي جعفر پناهي په خپل انستگرام کې خپره کړې ښیي چې پولیس د امیر کبیر پوهنتون ته نژدې پر اعتراض کوونکو اوښکې بهونکی گاز استعمالوي.
Your browser doesn’t support HTML5
د امیر کبیر پوهنتون ته نژدې اعتراضونه
په تهران کې د شریف پوهنتون ته نژدې اعتراض کوونکي شعار ورکاوه چې "رهبر دی که زمونږ رنځ، رهبر دې که زمونږ شرم".
Your browser doesn’t support HTML5
په تهران کې د شریف پوهنتون ته نژدې اعتراض کوونکي
د امریکا غږ په خپلواکه توگه دغه ویدیوگانې نشي تائیدولای.