د عراق د پارلمان غړي د امریکایي ځواکونو وتل غواړي

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي چې له عراق نه د امریکايي پوځیانو د ایستلو هوډ نلري

عراق ته د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ناڅاپي سفر د عراقي سیاستمدارانو غوصه پارولې او له امریکا یې غوښتي چې خپل سرتیري دې له دغه هیواده وباسي.

دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (دسامبر ۲۶) د درې ساعتونو لپاره بغداد ته لاړ او یوازې یې له امریکايي پوځیانو سره ولیدل. امریکايي چارواکو وویل چې د وخت د کمي او د امنیتي تدابیرو له کبله ولسمشر ټرمپ له عراقي چارواکو سره په لیدلو ونه توانید.

خو دغه کار ځینو عراقیانو غوصه پارولی او د پارلمان ځینو غړو بیا د ولسمشر ټرمپ سفر د عراق د حاکمیت نقضول بللي دي.

د عراق د پارلمان یو غړي، صباح السعدي د چهارشنبې په ورځ وويل”د عراق اشغال ختم شوی او د امریکا جمهور رئیس دا اجازه نلري چې عراق ته داسې سفر وکړي لکه دا هیواد چې د امریکا کوم ایالت وي. “

د عراق د پارلمان یو بل غړی ”سلام الشمیري “ چې د شیعه ګانو یو بانفوذه مشر ”مقتدی الصدر“ ته نږدې کس بلل کیږي وایي ”د عراق پارلمان باید په فوري او واضح توګه د امریکا له لورې ددې هیواد ملي حاکمیت ته په سپکه کتلو په اړه خپل نظر ورکړي. “

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي چې له عراق نه د امریکايي پوځیانو د ایستلو هوډ نلري او غواړي له عراق نه په سیمه کې د داعش په خلاف پوځي عملیات ترسره کړي.

دا مهال ۵۲۰۰۰ امریکايي سرتیري په عراق کې میشت دي.