د عراق امنیتي چارواکي وایي د موصل هوایي ډګر ته نږدې شوي

په موصل کې د جګړې له وجې زیات شمیر خلک بې کوره شویدي.

د عراق د پوځ یو بل جګپوړي چارواکي ډګر جنرال راعد شاکر جودات ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د موصل هوایي ډګر ته نږدې شویدي خو هغه دا ونه ویل چې آیا د اسلامي دولت یا داعش د ډلې جګړه ماران په بشپړه توګه ایستل شویدي که نه.

جنرال جودات د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونه اوس د همام العلیل په مرکز کې دي چې د موصل نه پنځلس کیلومتره لیرې پرته سیمه ده.

داعش د خلکو نه د انساني سپر په توګه کار اخلي

د عراق د موصل په ښار کې د اسلامي دولت یا داعش جنګیالي پرون د شنبې په ورځ یو دم د ښار د منځه راپورته شول او د عراق د خاصو عملیاتو په ځواکونو یې د هاوان توغندي وار کړل او ځانمرګي بریدونه یې وکړل. جګړه په محلي وخت د شپې تر ناوخته پورې روانه وه.

د اسلامي دولت یا داعش د ډلې جګړه مارانو د ښار د بیلا بیلو برخو نه د هاوان توغندي واورل او هم یې خاصو نشان زنانو د عراق د خاصو عملیاتو په ځواکونو ډزې کولې.

د جګړې په لومړیو کرښو کې عام خلک هم لیدل شوي چې سپین بیرغونه ورسره و. چارواکي وایي د دې نه معلومیږي چې د داعش ډله د عامو خلکو نه د انساني سپر په توګه کار اخلي.

د عراق د خاصو عملیاتو د ځواکونو قوماندان تورن جنرال سمیع العریدي وایي چې د موصل د ښار په نیولو کې د هوایي بریدونو نه کار نشي اخیستل کیدی ځکه چې تاوان یې عامو خلکو ته رسیږي.

تقریباً درې اونۍ کیږي چې د عراق پوځ د شعیه او کردي ملیشو او د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په همکارۍ، د اسلامي دولت نه د موصل د بیرته نیولو لپاره تعرضي عملیات پیل کړي خو د خاصو عملیاتو ځواکونه د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د موصل ښار ګوګجالي ولسوالۍ ته ننوتل.