عراق: امریکا له مونږ نه د ایران د څارنې اجازه نده اخیستې

د عراق جمهور رئیس برهم صالح او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د عراق جمهور رئیس برهم صالح، ویلي چې د ایران د فعالیتونو د څارنې لپاره په عراق کې امریکایي پوځیان د بغداد له اجازې پرته اوسیږي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې برهم صالح ویلي دي چې په عراق کې د امریکایي پوځیانو شتون د "ترهگرۍ پر ضد مبارزې" لپاره د ځانگړو عملیاتو د کولو په خاطر د دوه اړخیز تړون له مخې دي او هغوی باید یواځې همدا ډول فعالیت وکړي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ (فبرورۍ دریمه) د سي بي اس خبري شبکې سره په مرکه کې وویل چې په عراق کې د امریکایي پوځیانو شتون دوام کوي چې د ایران فعالیتونه وڅاري.

ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې پر ایران باندې د امریکا د پوځي برید امکان رد کړ خو وویل "یو له دلیلونو څخه چې غواړو (د پوځیانو) دغه شتون ته دوام ورکړو دادی چې ایران هم لږ وڅارو ځکه ایران یو واقعي ستونزه ده ... ټول هغه څه چې غواړو دادي چې وکړای شو (ایران) وڅارو."

د امریکا متحده ایالات وایي ایران په عراق او سوریه کې د خپلو ځواکونو نه په استفادې په منځني ختیځ کې بې ثباتي رامنځ ته کوي.